نړیوال خبرونه

په افغانستان کې د تریاکو بيه په بې‌ساري ډول لوړه شوې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو سره سم د ترياکو بيه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. په هلمند او کندهار ولايتونو کې د ترياکو کاروباريان ادعا کوي چې څو ورځې مخکې د يوه کندهاري من ترياکو بيه تر ۶۰ زرو کلدارو پورې وه، خو اوس‌يې یو من دوو لکو کلدارو ته پورته شوی دی. د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د حوض مدد سيمه کې چې پخوا به په اوونۍ کې دوه ځله د ترياکو بازار جوړېده، خو له تېرې اوونۍ راهيسې دا بازار هره ورځ جوړېږي او د ترياکو رانيولو او خرڅولو لپاره ډېر خلک ورته راځي.

د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی چې کوکنار کري او هم د ترياکو کاروبار کوي وايي، کله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت بند کړی، د افغانستان په جنوب کې د ترياکو بيې په هر ساعت کې لوړېږي. دی زیاتوي: “تر دې مخکې من په ۶۰-۷۰ زره خرڅېده، نن مې د یو لک او ۷۰ زرو او دوو لکو پورې واورېدل، خو خپله مې من په ۹۵ زره خرڅ کړل.” سږکال تر ۵۰ او ۶۰ زره ډېر نه‌خرڅېدل، اوس بيې لږ لوړې شوې دي، پخوا به ۵۰ جريبه ځمکې ۵۰ منه ترياک ورکول، خو اوس پنځه منه ورکوي، ځکه له پروسږکال راهيسې وچکالي ده، په دې کښت مې اته لکه کلدارې لګولې دي، که يو من ترياک په يو لک خرڅ شي دوه درې لکه ګټه به وکړم، که ارزانه خرڅ شول ګټه نه‌لري، ما چې اورېدلي دي تر اوسه يو من په ۹۰ زره او يو لک هم خرڅ شوي دي.”

د يادونې وړ ده چې يو کندهاری من څلور نيم کيلو ګرامه کېږي. د ارزګان، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو د ترياکو کاروباريانو له شپږو مياشتو راهيسې خپل ترياک په بازارونو کې زېرمه کول، ځکه چې د کوکنارو د کښت او ترياکو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړې ته منتظر وو. اوس چې د طالبانو حکومت مشر د کوکنارو د کښت، نشه‌يي موادو توليد، قاچاق او استعمال د منع کولو په اړه فرمان ورکړی، د نشه‌يي موادو کاروباريانو خپلې ټولې زېرمې په يوه ځل خرڅ ته وړاندې کړې دي.

نور یی ولوله | افغان مظاهره کوونکي وايې چې ایرانیان باید افغانانو سره بد چلند بند کړئ

د طالبانو حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د کاروبار منع کولو سره سم د افغانستان، ايران او پاکستان پر پولو د نشه‌يي موادو قاچاق هم ډېر شوی دی. د ايران د سرحدي پولیسو د معلوماتو له مخې، دوی په تېرو ۱۰ ورځو کې ۹۴ نفره نيولي چې غوښتل‌يې تر اته ټنه ډېر نشه‌يي مواد ايران ته قاچاق کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور وايي، دوی هغه کوکنار نه‌اړوي چې تر دې فرمان مخکې کرل شوي او بزګران‌يې په نېښ وهلو بوخت دي، خو تر دې فصل وروسته به چا ته د کوکنارو د کښت اجازه ورنه‌کړي.دی وايي: ​”هغه حاصلات چې اوس راټول شوي او يا د راټولولو په حال کې دي، په هغه برخه کې ستونزه نه‌شته، خو تر دې وروسته د کوکنارو کښت منع دی او هېڅوک نه‌شي کولای چې کوکنار وکري، خو څوک چې يې اوس حاصلات راټولوي د هغوی لپاره مشکل نه‌شته.”

هغه تریاک چې درې میاشتې مخکې کرل شوي و يوه اوونۍ کېږي چې نېښ وهل‌يې پيل شوي او دوه اوونۍ وروسته به په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو د کښت نوی موسم پيل شي. که څه هم د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي و چې تر هغو به د کوکنارو د کښت مخه ونه‌نيسي چې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې نه‌وي شوي، خو بزګران ادعا کوي چې له دوی سره تر اوسه د بديل کښت په برخه کې مرستې نه‌دي شوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button