لوبې

بېنګلور د راجستان څخه و ګټله

رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د راجستان رایلز لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دویمه لوبه یې وګټله، همدا راز راجستان رایلز بیا په روان لیګ کې له لومړۍ ماتې سره مخ شوه.

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) ۱۳مه لوبه نن د راجستان رایلز او رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل کې رایل چېلنجرز بېنګلور د لوبې پچه وګټله او لومړی یې راجستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې جاس بټلر ۷۰ ناسوځېدلې، شیمرون هیټمایر ۴۲ ناسوځېدلې او دیودت پاډیکال ۳۷ منډې وکړې. د بېنګلور له خوا ډیویډ ویلي، ونیندو هسارنګا او هرشل پټیل ۱-۱ ویکټ واخیستې.

نور یی ولوله | د خوړو نړیوال پروګرام غواړي له نورو اړمنو افغانانو سره بشري مرستي وکړي

د ۱۷۰ منډو هدف د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په روان لیګ کې یې دویمه لوبه کې بریا خپله کړه.

د بېنګلور له خوا نه شهباز احمد ۴۵، دینیش کارتیک ۴۴ ناسوځېدلې او فاف ډوپلیسي ۲۹ منډې وکړې. د راجستان له خوا نه ټرینټ بولټ او یوژیندرا چاهل ۲-۲ او نودیپ سېني ۱ ویکټ واخیسته.

د رایل چېلنجرز بېنګلور او راجستان رایلز لوبډلو دا دریمه دریمه لوبه وه، چې بېنګلور دویمه بریا خپله کړه او راجستان بیا لومړۍ ماتې وخوړه. د ای پي ایل ۱۴مه لوبه به سبا د کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دغه لوبه د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیلېږي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button