ژوندنړیوال خبرونه

په افغانستان کې د وري دویمه نیټه؛ د بزګر ورځ

زموږ په هېواد کې هر کال د حمل مياشتې دويمه نېټه د دهقان ورځ بلل کیږي چې د ځمکې زرغونولو او بزګرانو د قدردانيو په موخه لمانځل کيږي

د ځمکو زرغونول او پکې کرنه کول د اوسنۍ زمانې خبره نه ده بلکې تاريخ يې زرګونو کلونو ته رسيږي. انسانانو په پيل کې ښکار ته مخه کړه ورپسې يې کوچياني ژوند لاره چې تر ډېره په مالدارۍ تکيه وو او له هغې وروسته يې کرنې ته مخه کړه.

په لرغونې آريانا کې هم د لومړي ځل لپاره يما د خپلې واکمنۍ په دوره کې د مالدارۍ پر ځای کرنې او زراعت ته زياته پاملرنه وکړه، د غلو او دانو نوي تخمونه يې وازمويل او د مېوو راز-راز ونې يې کینولې. د کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره يې له سيندونو ويالې راپورته کړې، د يوې پياوړي غويي يې وروزل، په نجارانو يې درنې يوې او په آهنګرانو يې تېره او ځمکه څيروونکي سسپارونه جوړ کړل.

د پاچا يما په اړه ويل کيږي چې ده يوه امسا چې بزګرانو ته به یې د لارښوونې په وخت کې په لاس کې وه درلوده او يو د سروزرو سسپار يې د ځان لپاره جوړ کړی و چې د کرنې د سمبول په توګه به تل ورسره و او په دې توګه يې بزګران هڅول چې کښت او کر وکړي، کار وکړي او خپله سيمه ودانه کړي.

په اوستایي کتابونو کې هم د کرنې یادونه شوې

په اوستايي يا زردشتي دوره کې چې کرنې زياته وده کړې وه، آريانا ودانه شوې وه او بزګرانو په کرنه کې ښې تجربې ترلاسه کړې وې، کښت او کر مذهبي بڼه غوره کړه، زردشت او بيا د وخت پاچا ګرشاسپ چې د زردشت په دين ګروهيدلی و خلکو ته د کښت او کر توصیه کوله او دا يې د ثواب کار باله.

نور ولولئ: نن د ۱۴۰۲ لمريز کال لومړی ورځ ده چې «نوروز» هم ورته وايي

له دې سره د هېواد شاړې ابادېدلې، ځمکې کرل کېدلې، غلې ډېرېدلې او د افغانستان خلک هوسا کېدل.

داسې وختونه هم راغلل چې په افغانستان کې غلې دانې او مېوې ډېرې زياتې شوې، هرات او د افغانستان ځينې نور ښارونه د ټولې آسيا ګودامونه وبلل شول.

د افغانستان په معاصر دور کې کرنه او د اوسني حکومت پاملرنه

په ۱۳۵۷ لمريز کال کې د لومړني جمهور رییس داود خان تر سقوط وړاندې افغانستان توانېدلی و چې د غلې او غنمو له پلوه په خپل کور پوره شي. له هغې وروسته د افغانستان کرنې ته خاصه توجه نه ده شوې او موږ په نورو هېوادونو تکيه هېواد بلل کيږو.

په مخکينيو کلونو کې د بزګر د ورځې په پار ځانګړي مراسم جوړېدل او حکومتي چارواکو به هم د ونې اېښودلو په کمپاين کې برخه اخېسته او ځينې بزګرانو ته به يې انعامونه هم ورکول.

خو سږ کال د طالبانو حکومت له خوا په دې اړه کومه ځانګړې برنامه په پام کې نه ده نيول شوې.

د یادونې وړ ده چې د کرنې په برخه کې اسلامي امارت د هیواد په شمال کې له آمو سیند څخه د قوش تیپې پر کرنیز کانال کار پيل کړی دی چې دا کار د خلکو له ښه غبرګون سره مخ شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button