نړیوال خبرونه

په افغانستان کې د ۴ ښځو په شمول ۱۱ خبریالان له منځه تللی

د خوندیتوب او بحران کمولو مؤسسې په خپل کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو ۱۱ کارکوونکي وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۴ ښځې دي.

دې مؤسسې په یوه راپور کې چې پرون (چهارشنبه) یې خپور کړ، همداراز ویلي چې د ۲۰۲۱ له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې ټولټال ۳۷ مدني فعالان، د بشري حقونو کارکوونکي او ژورنالېستان وژل شوي دي. د دې مؤسسې په وینا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري او مدني فعالانو پر ضد غچ اخیستونکي اقدامات زیات شوي دي.

نور یی ولوله | ناتن لین د پاکستان پر وړاندې ریکارډ جوړولو ته نږدې دی

د راپور پر اساس، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې ډېرې شوې او د ۲۰۲۱ کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې دوام وکړ. دا مؤسسه وايي چې د فعالانو پر ضد د اکثرو حملو مسؤلیت چا په غاړه وانه‌خیست.

د خوندیتوب او بحران کمولو مؤسسې په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د خبریالانو، مدني او بشري حقونو د فعالانو د وژنو ۱۱ پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۴ هغه ښځې دي چې په مزار شریف ښار کې یې د طالبانو پر ضد مظاهره تنظیم کړې وه. دا راپور همداراز وايي چې په ننګرهار کې په جلا پېښو کې د مدني ټولنې ۳ غړي ووژل شول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button