لوبې

ناتن لین د پاکستان پر وړاندې ریکارډ جوړولو ته نږدې دی

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی ناتن لین د پاکستان پر وړاندې د لاهور ټیسټ کې یو بل ریکارډ ته په تمه دی. هغه به لومړی اسټرالیاوي اف سپېنر شي چې په اسیا کې په درېیو ټیسټ لوبو کې ډېر اورونه کوي.

له نوموړي وړاندې دا ریکارډ د مرحوم لوبغاړي شین وارن سره و. ناتن په دوو ترسره شویو لوبو کې ۱۴۲ اورونه (۸۵۲ توپونه) ترسره کړي، چې په دې توپونو یې ۳۶۱ منډې د ۶ ویکټو په بدل کې ورکړي دي.

که نوموړی د لاهور ټیسټ کې ۲۷ اورونه ترسره کړي نو د شین وارن ریکارډ به مات شي. شین وارن په ۲۰۰۴ کې د سریلانکا په سفر کې ۱۶۸ اورونه ترسره کړي و او د ۲۰.۰۴ منډو په اوسط یې ۲۶ ویکټې اخیستې وې.

نور یی ولوله | کابل کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د اسټرالیا د هغه وخت لوبډلمشر ریکي پونټینګ په شین وارن باندې تکیه وکړه چې د کوربه سپېنر مرلي درن مقابله وکړي، پونټینګ چې ټولې ټاسونه یې ګټلې وې، لوبلړۍ یې هن ۰-۳ وګاټه.

ناتن لین په ۱۰۷ ټیسټ لوبو کې ۴۲۱ ویکټې ترلاسه کړي، چې په نوملړ کې له هغه سریلانکایي لوبغاړی رنګانا هیرات په ۹۳ لوبو کې ۴۳۳ ویکټې، اشوین په ۸۶ لوبو کې ۴۴۲ ویکټې او مورلي درن په ۱۳۳ لوبو کې ۸۰۰ ویکټې اخیستي دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button