نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

په اقصی جومات کې د لمونځ کونکو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې

د اسراییلو پولیس وايي چې سهار وختي عملیاتو کې یې ۳۵۰ مسلمان عبادت کوونکي نیولي دي. پولیس وايي دغو عبادت کوونکو سره چې اعترضیان یې بولي په جومات کې دننه د اور اچونې وسایل، لرګي او ډبرې وې

فلسطینیان بیا وایي چې اسراییلي ځواکونو له خلکو د سیمې پاکولو لپاره لاسي بمونه او ربړي ګولۍ کارولې او ۱۴ تنه یې ټپیان کړي دي.

د فلسطینۍ ادارې سرې میاشتې ټولنه وایي چې اسراییلي ځواکونو ان سیمې ته د روغتیایي ډلو د ورتګ مخه هم نیولې ده.

له پېښو وروسته وسله والو له غزې تراړې د اسراییلو په لور نهه راکټ توغولي او اسراییلو یې هم په ځواب کې هوایي بریدونه کړي دي.

وروستي تاوتریخوالي د روژې میاشتې او د یهودیانو د عید الفصح سره هم مهاله رامنځته شوي.

اقصی جومات د مسلمانانو او یهودیانو لپاره سپیڅلی ځای دی چې وخت ناوخت د دواړو خواو ترمنځ د مذهبي مراسمو په وخت کې د تاوتریخوالي سیمه وي

د سه شنبې په ورځ فلسطینیان له همدې امله په جومات کې راټول شوي وو چې یهودي سخت دریځو غوښتل هلته دننه شي او د فصح اختر په مناسبت هلته په ټاکلي ځای کې یوه وزه قرباني کړي.

اسراییلي پولیسو ویلي چې ځوانو فلسطینیانو قانون مات کړی او غوښتل یې هلته ګډوډي رامنځته کړي.

په شخړو کې یو پولیس هم د ډبرې د ګوزار له امله ټپي شوی. پر خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې پولیس او معترضین یو پر بل بریدونه کوي.

د فلسطین د ولسمشر ویاند نبیل ابو ردینه د اسراییلي ځواکونو عملیات غندلي او هغه یې د مسلمانو عبادت کوونکو او مقدس ځای پر ضد د ” اشغالګرو” برید بللی دی.

حماس ډلې هم دا نه بښونکی عمل بللی او خبرداری یې ورکړی چې بدې پایلې به ولري.

دې ډلې د اسراییلو په لور راکټونه هم توغولي او اسراییلي ځواکونو هم د ځمکې او هوا له لارې په سیمه کې بریدونه کړي دي.

له یادو پېښو وروسته وېره ډېره شوې چې ښایې د روژې په میاشت کې بیا د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور واخلي.

د دغو نښتو په اړه تر اوسه نړیوالو بنسټونو او رسنیو څه نه دي ویلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button