کورني خبرونهنړیوال خبرونه

په البانیا کې د افغان مېرمنو درې ورځنۍ ناسته

په دې ناسته کې د افغان مېرمنو پر بشري او نورو ورته مسائیلو خبرې کړي دي

د البانیا په رابلل شوي درې ورځنۍ ناسته کې شاوخوا ۱۳۰ مېرمنو ګډون کړی دی چې د دوی دغه ګډون پر رنګه بلل شوی او ستایل شوی دی.

دغه درې ورځنۍ ناسته چې د افغان مېرمنو تر ټولو لویه ناسته ګڼل کېږي، تېره ورځ د البانیا په پلازمینې تېرانا ښار کې پیل شوه.

د دغې ناستې لپاره له ۱۳۰ زیاتې مېرمنې راټولې شوې دي، چې په کې تر ۱۲۰ ډېرې یې افغان مېرمنې دي.

په یاده ناسته کې د بهرنیانو ګډون

په دغې ناسته کې ځینو بهرنیو چارواکو هم ګډون کړی، چې له ډلې یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د البانیا د بهرنیو چارو وزیرې اېګلي حسني او ځینو نورو اروپايي ډیپلوماټانو هم ګډون کړی دی.

دغه غونډه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو فرمانونو د غندنې او لغوه کېدو په اړه جوړه شوې ده.

نور ولولئ:  افغانستان کې د ښځو حقوق؛ د بشري حقوقو د څار سازمان یې د وضعیت ارزونې راپور کې لومړیتوب غواړي

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د دغې غونډې جوړوونکي هیله‌من دي، چې پر طالبانو د فشارونو په راوستو به دغه ډله په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ د بندیز په ګډون ځیني نور فرمانانه هم لغوه کړي.

afghan (57)

 

د اوسني وضعیت د بدلون لپاره هڅې

د پخوانۍ ولسي جرګې استازې فوزیه کوفي په دغې ناسته کې ویلي:« په دغو درېیو ورځو کې د بېلابېلو برخو افغان مېرمنې راټولې شوې؛ چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره خپلې هڅې سره ګړندۍ کړي.»

هغه وایي:« زموږ موخه دا ده، چې په دې اړه یوې هوکړې ته ورسېږو او داسې تګلاره جوړه کړو، چې څنګه طالبان د بشري حقونو د سرغړونې په برخه کې حساب ورکوونې ته چمتو کړو او د افغانستان دننه د ښځو اقتصادي وضعیت څنګه ښه کړو.»

دغه ناسته وروسته له هغې جوړېږي، چې د طالبانو د امربالمعروف له‌خوا یو نوی ځپونکی قانون توشیح شو، چې له مخې یې ان د ښځو غږ «عورت» ګڼل شوی دی.

د دغې درې ورځنۍ ناستې په پای کې به د ناستې جوړوونکي نړۍوالې ټولنې ته خپلې یو لړ غوښتنې هم وړاندې کړي.

پر دې سربېره، د طالبانو ملاتړي ډاکټر فاروق اعظم هم د امربالمعروف قانون له حنفي فقهې سره په ټکر کې بللی دی او له طالبانو یې غوښتي چې پر ولس شرایط مه سختوئ، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button