لوبېلوبې خبرونه

په السلوادور کې د فوټبال میدان په ټېل ماټېل کې ۱۲ تنه مړه شوي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر ګیاني انفانتینو په السلوادور کې د فوټبال د یوې سیالۍ پر مهال د نندارچیانو په ټېل ماټېل کې د ۱۲ کسانو د مړینې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده

لوبه د دوو سیمه ایزو «الیانزا» او «فاس» لوبډلو ترمنځ وه. دا پېښه د السلوادور په مرکز سن سلوادور کې د «کاسکتلان» لوبغالي ته د نندارچیانو د ننوتلو په مهال شوې ده.

د فوټبال فدراسیون مشر وویل:” په السلوادور کې د دغې تراژیدي پېښې په ترڅ کې د ۱۲ کسانو د مړینې له کبله د هغوی له کورنیو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوم.”

له دغې پېښې وروسته لوبه وځنډول شوه او د بېړنیو حالاتو کارکوونکو له میدان څخه خلک واېستل چې په سیمه کې ګڼ پولیس او د پوځ سرتېري هم لیدل کېږي.

په دغه پېښه کې څه باندې ۵۰۰ ژوبل شوي دي

د اضطراري حالاتو د څانګې ویاند کارلوس فیونتس ویلي دي د څه باندې ۵۰۰ کسانو چې په پېښه کې ژوبل شوي وو، درملنه یې کړې ده.

نوموړي وویل چې شاوخوا ۱۰۰ تنه نور چې وضعیت یې ښه نه و، روغتونونو ته انتقال کړل شوي. په دوی کې یې ځینو ته ساه لنډۍ پیدا شوې ده. پولیس وايي دوه زحمیان په بد حالت کې دي.

د فیفا مشر ویلي دي چې د السلوادور او په دغو سیالیو کې د فوټبال د نورو شريکو فدراسیونونو سره په ګډه په دغه سخته ورځ کې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي او له هغوی سره دي.

د ال سلواډور د روغتیا وزیر فرانسسکو الابي په یوه ټویټ کې ویلي، حکومت له نږدې روغتونونو غوښتي چې لوبغالي ته امبولانسونه واستوي او ټپیان د درملنې لپاره بېلابېلو طبي مرکزونو ته ورسوي.

لا هم په سيمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده

نوموړي له خلکو هم وغوښتل، د پېښې له ځایه له پاملرنې او نظم سره بهر شي چې سیمې ته رسیدلی روغتیايي ټیم ته د درملنې چارې اسانه شي.

د ال سلواډور فوټبال فدراسیون وايي، د پیښې په اړه خواشینی دی او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي په ډاګه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button