ټکنالوجي

په انلاین نړۍ کې د ماشومانو کنټرول

ماشومان څومره وخت انلاین وي او کومې ستونزې رامنځته کوي؟

اوس ماشومان د بل هر وخت پرتله ډېر وخت انلاین تېروي، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره نیمه ثانیه وروسته یو ماشوم انټرنېټ ته لاسرسی مومي.

شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې هغو ځوانو کسانو شمېر چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ و، د انلاین اړیکو له مخکښانو وو، چې کچه یې د نړۍ نورو ۶۵ سلنه کسانو پرتله ۷۹ سلنه وه.

د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې یونېسف د شمېرو له مخې په ۳۰ هېوادونو کې د داسې ځوانو کسانو شمېر چې انلاین ځورول کېږي، د نورو ځوانانو پرتله درې برابره و او له دې هرو پنځو ځوانانو یو داسې و، چې له همدې کبله یې ښوونځی پرې ایښی.

انلاین کرکجنې صحنې

پر ډیجیټل پاڼو کرکجنې څرګندونې، د توطئې مفکوره، ناسم معلومات، له تاو تریخوالي ډکه محتوا او د سخت دریځو ډلو له لوري جلب هم داسې څه دي، چې اندېښنې پاروي.

نور ولولئ: څوک څنګه بریالی مالي مدیر کېدلی شي؟

نور ولولئ: ۲۰۲۳ کې څنګه ټیک ټاک د بازارموندنې لپاره وکاروو؟

د ملګرو ملتونو دغه ادار وايي: ”تر ټولو زیاته خطرناکه خبره د انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې او رسوایۍ موضوع ده.”

دغې ادارې په ۲۵ هېوادونو کې د اتیا سلنه داسې ماشومانو یادونه کړې، چې جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورول کېدو له احتمالي خطر سره مخامخ دي.

6 (1)
خپل ماشومان له انلاین نړۍ څنګه وژغورو

څه ډول کنټرول موندل کېږي؟

د نامناسبې محتوا کنټرول د شته فلټرونو او وسائلو د شتوالي تر څنګ څېړنې ښيي چې د کورنیو لویان دغسې فلټرونه ډېر نه کاروي.

د نړیوالو ماشومانو په نامه یوه سروې ښيي چې کلتوري توپیرونه هم شته. د بېلګې په توګه دوی د شتمنو اروپايي او سویلي امریکايي هېوادونو او بیا ګهانا، فیلپین یا سویلي امریکا تر منځ د فلټري محدودیتونو خبره کوي.

په هغو هېوادونو کې چې سروې شوې ایله درې سلنه داسې لویان شته، چې د خپلو کورنیو ماشومانو پر ګرځنده ټیلیفونونو یې فلټرونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بریتانیا کې د انټرنېټ میټرز په نامه کمپنۍ د کنټرول داسې وسائلو یو نوملړ او د ګام پر ګام لارښود هم لري چې د کورنیو لویان یې د کوچنیانو لپاره کارولی شي.

د څار دغه وسائل د فېسبوک مسینجر ته هم لګول کېدای شي او د ټېک ټاک خواله رسنۍ مسوولین بیا وايي، د کورنیو تر منځ د تړاو لپاره د دوی پر پاڼو ځانګړې اله مېندو، پلرونو ته اختیار ورکوي چې که وغواړي د خپلو کم عمره اولادونو پاڼې شخصي کړي.

د انسټاګرام کنټرول وسائل بیا د هرې ورځې لپاره د ځانګړي وخت اجازه ورکوي، د وقفې لپاره ځانګړی وخت لري او د هغو پاڼو لیست ورکوي چې د دوی اولادونه یې رپوټ کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button