نړیوال خبرونه

په اوس وخت کې د دماغي خونریزۍ لاملونه څه کیدلی شي؟

دماغي خونریزي یا د دماغو رګ پرې کېدل یوه داسې ناروغي ده، چې په دې مریضۍ د دماغو یو نه یو شریان پرې کېږي او له سرطان وروسته دویم ژوند ګواښونکي مریضي ده دا ناروغي دوه ډولونه لري، یو ډول یې د ماغو دننه د وینې بهېدل او یو د سر دننه وینې بهېدل دي، دا چې په اوسني دور کې د دې ناروغۍ لاملونه څه دي، دلته به یې ولولو

ژور خپګان: ژور خپګان د اوسني دور یوه عامه مریضي ده او کله چې دا مريضي خپل انجام ته رسېږي نو له ځان سره نورې مريضۍ هم پیدا کوي، چې یوه یې دماغي خونریزي ده

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره د امریکا کمک رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په موخه غور کیږي

د وینې غوړ: کله چې د وینې غوړ زیات شي نو اضافي مادې هم ورسره زیاتېږي او د وینې غوړ نور هم زیاتوي. د وینې غوړ ته یوازې د چاغښت په عینکو مه ګورئ بلکې دا د دماغي ناروغیو لامل هم کېږي

د ژوند طرز طریقه: له خوراک، څښاک سربېره ورزش او بدني او ذهني روغتیا ته آرام هم اړین دی او که چېرته یو څوک اته ساعت خوب ونه کړي نو پر دماغي روغتیا یې منفي اغېز پرېوځي

ذهني کمزوري: که چېرته د لوست ستونزه لرئ، په یو خبره مو ژر سر نه خلاصېږي، ناڅاپي سخت سر درد لرئ، خوب درباندې راځي، لټ او بې پروا یاست، لاس، پښه یا د بدن کومه برخه مو له حرکته لوېږي، نو دا ټول د دماغي خونریزۍ په سبب وي

د سترګو کمزوري: د سترګو کمزوري د دماغي رګونو کمزوري ده، ځکه چې د لېدو حس زیاتې انرژۍ اړتیا لري او د دې لپاره ګازرې وخورئ او د سترګو روغتیا پام وکړئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button