سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

په ایران کې د اعدام ډېرېدل او د بښنې نړیوال سازمان اندېښنې

ایران د نشه یي توکو پر قاچاقبرانو د اعدام حکم ډېر کړی او د اعدامونو لړۍ یې تېزه کړې ده

د بښنې نړیواله اداره وايي، په ایران کې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو په ټس کې د بندیانو د اعدامولو کچه په روان میلادي کال کې درې برابره لوړه شوې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې په ایران کې دغه وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د ایران حکومت د ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۷۳ تنه د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو په ترڅ کې په په “نا عادلانه” محکمو کې پر دار ځړولي دي.

نور ولولئ: ایران د خیبر په نوم نوی توغندی جوړ کړی چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي

دا د تېر کال د همدې مودې پرتله درې چنده لوړوالی ښيي او د دغه بنسټ په خبره، زیاتره چارماري شوي کسان بې وزله لږکي دي.

څوک ډېر په دا ځړول شوي دي؟

د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ، په دار د ټولو ځړول شویو کسانو نږدې ۲۰ سلنه یې بلوڅان دي، په داسې حال کې چې بلوڅان د ایران ایله پنځه سلنه برخه جوړوي.

د بښنې نړیوال سازمان د منځني ختيځ او شمالي افریقا څانګې مدیرې ډیانا الطحاوي دا اعدامونه “بې شرمي” او د دې ښکارندويي بللې چې ګواکې په ایران کې “انسانیت او د خلکو د ژوند حق له پامه غورځول شوی دی”

دې همدا راز ویلي، “د ایران حکومت له لوري د تاوتریخوالي په برخه کې د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول انساني کرامت ته سپکاوی او د ژوند کولو حق سره په ټکر کې دی. نړیواله ټولنه باید ځان ډاډمن کړي چې په مستیقم او یا په نامستقیمه توګه په ایران کې د نشه‌يي توکو مخنیوي کې همکاري وکړي او داسې له ژونده د خلکو د محرومولو خپلسرو کړونو مخه ونیسي”

داسې ویل کېږي چې ډېری چارماري شوي دي

په ۲۰۲۳ کې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور لږ تر لږه ۲۸۲ تنه په دار ځړول شوي دي او پر نشه‌يي توکو سربېره هلته په اعتراضونو کې ځينې نیولي شوي سیاسي بندیان هم چارماري شوي‌ دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې اندېښنه څرګنده کړې چې که په ایران کې د اعدامونو دا سلسله همداسې روانه و اوسي نو د روان میلادي کال تر پایه دا شمېر زرو ته لوړېدلی شي.

په داسې حال کې چې د اعدامونو لړۍ پر ضد په کورنۍ او نړیواله کچه احتجاجونو زور اخیستی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button