سیمه ییز خبرونه

په بنو او لکي مروت سیمو کې وسله والو ۳ کسان وژلي دي

پاکستانۍ رسنۍ په لکي مروت او بنو سیمو کې د ۳ کسانو د وژلو او د یوه تاڼه دار د تښتولو خبر ورکړی دی

د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې په بېلا بېلو پېښو کې وسلوالو دوه عادي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلي او د بکاخېلو تاڼه دار یې تښتولی دی.

د بنو د ډومیل تاڼې پولیس چارواکو د سېپټېمبر پر شپږمه ناوخته وویل چې د عظیم الله او بصیر الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي په بنو رېنګ روډ له ماښام وروسته وسلوالو په ډزو ووژل.

د پولیسو په خبره، برید کوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي.

د پېښې په اړه پلټنې

پولیس وایي چې د دې کسانو د وژنې تر شا علت نه دی معلوم، او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

بلخوا، په یوه بله پېښه کې وسلوالو د بنو د بکاخېلو پولیس تاڼې یو اهلکار تښتولی دی.

د بنو د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته وویل چې د بکاخېل تاڼې کارکونکی تاڼه دار سخي زمان وسلوالو د بکاخېل سي پیک سړک نه هغه وخت تښتولی چې نوموړی له کوره ډیوټۍ ته روان وو. د دې پېښې ذمه واري جبهت انصار المهدي خراسان وسلوالې ډلې منلې ده.

نور ولولئ:  پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

تر دې مخکې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بنو د منډان تاڼې په حدودو کې د پولیسو د پلټنیزې ډلې مشر، اله یار خان، په هدفي حمله کې وژل شوی وو. د هغې پېښې ذمه واري چا تر اوسه نه ده منلې.

په لکي مروت کې رامنځته شوي پېښه

د لکي مروت چارواکي وایي چې وسلوالو په عیسا خېل کې د پولیس یو سرتېری وژلی دی.

د سیمې د پولیسو ویاند شاهد حمید د سېپتېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په عملیاتو کې د وسلوالو یو کمانډر ملا محمد غلام وژلی دی. پولیس وایي هغه مشکوک تن د پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی او نوموړی په هدفي وژنو، بمي چاودنو، او نورو ترهګریزو پېښو کې پولیسو ته مطلوب وو.

د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې پر ضد یې د سیمې خلکو جرګې، لاریونونه او پرلتونه کړي دي.

په بنو کې د جولای پر ۱۹مه لوی پرلت هغه مهال پيل شو چې پر هم هغه ورځ د ناامنۍ پر ضد په لاریون کې د ډزو په پېښه کې یو تن ووژل او ۲۷ ژوبل شول.

پولیس او امنیتي ځواکونه وایي په سیمه کې امنیت راوستو ته ژمن دي او په دې لړ کې اقدامات کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button