سیمه ییز خبرونه

په بنو کې بمي چاودنې ۷ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

سرچینې وايي، په بنو کې په یوه بمي برید کې ۷ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله ور اړولي ده

پاکستان کې په دې وروستیو کې پر پاکستاني ځواکونو بمي چاودنې او نورې حملې زیاتې شوي دي چې هره ورځ په کې پاکستاني پوځیان زیانمن کېږي.

تازه  پاکستان کې امنيتي سرچينې وايي، نن (جمعه) د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د جانې خېلو په سیمه کې چاودنه

د سيمې امنيتي سرچينو رسنیو ته وويل چې دا برید د بنو په جاني خيل سيمه کې شوی دی. سرچينو زياته کړې چې د امنيتي ځواکونو درې موټر پر سړک تېرېدل او د جاني خېلو سيمې ته د تللو په حال کې وو، چې د سړک د غاړې بم پرې وچاودېده.

په دې چاودنه کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی خو دا ډول بریدونه عموماً ټي ټي پي کوي.

دا برید په داسي حال کې وشو چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ یوه پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره پر امنیتي مسلو خبرې وکړې.

د طالبانو دریځ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د بشام تروریستي پېښه یوه “بده” پېښه بللې او ویلي یې دي چې طالبان د شریر سیاست په لټه کې نه دي.

ده همداراز وویل چې د طالبانو حکومت ژمن دی چې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

طالبان وايي، د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پاکستاني پلاوي د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له مرستیال محمد نبي عمري سره د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ د ۲۶مې نېټې د حملې په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د طالبانو د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي حالت خراب شوی او اسلام اباد وايي، افغان طالبان باید د بشام د پېښې مسئول اشخاص چې ټي ټي پي پورې اړه لري پاکستان ته وسپاري، خو طالبان بیا وايي، داد پاکستان کورنۍ ستونزه ده، په دوی پورې اړه نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button