Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

په جرمني کې یوه افغان دوه تنه د چاړې پر ګزارونو وژلي

اړوند خبرونه:

جرمني وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ډېر خراب شوی

د جرمني د اشافنبورګ ښار په یوه پارک کې یوه ۲۸ کلن افغان د چاقو برید د یوه ماشوم، په ګډون د دوو تنو د وژلو په تور نیول شوی دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ دا برید د “ترهګرۍ عمل” بللی او غندلی ده.

په داسې حال کې چې په جرمني کې انتخاباتو ته، چې د مهاجرت او پناه غوښتنې موضوع یې د بحثونو سرټکی جوړوي، یوازې یوه میاشت پاتې ده، شولڅ له چارواکو وغوښتل چې «فوراً څرګنده کړي چې ولې بریدګر لا هم په جرمني کې و.»

 

پولیسو ویلي، یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی چې ګومان کېږي د ماشوم د ژغورلو هڅه یې کړې وه، وژل شوي دي. په دغه برید کې دوه نور قربانیان سخت ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د برید انګېزه لا معلومه نه ده او تحقیقات په لومړنیو پړاوونو کې دي.

ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې بریدګر د یو ماشومانو د روزنیز مرکز په ډلې برید کړی چې په پارک کې وو.

شپیګل راپور ورکړی چې بریدګر د سیمه ییزو پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې اوسېده. ځینې نورې رسنۍ وايي چې دغه سړی په رواني ناروغۍ اخته و او تر درملنې لاندې و.

د انتخاباتي کمپاین مخکښ فریدریش مرز، چې د مرکزي-ښي اړخ عیسوي ډیموکرات اتحادیې (CDU) مشر دی، د دې تاوتریخوالي په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې. هغه په یوه بیان کې وویل: «دا نور د منلو نه ده. موږ باید قانون او نظم بیرته ټولنې ته راوړو.»

د ښي اړخ افراطي ګوند، د جرمني بدیل (AfD) ګډې مشرې، الیس ویدل، په یوه ټویټ کې لیکلي: «اوس د بیرته ستنولو وخت دی!”» چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج لپاره د دې ګوند جنجالي غوښتنې ته اشاره کوي.

د رېلګاډي خدمات د لنډ وخت لپاره بند شول ځکه بریدګر هڅه کوله چې د پټلۍ له لارې وتښتي، خو پولیسو هغه ژر ونیوه.

صدراعظم شولڅ دغه برید «بې‌تشریحه د ترهګرۍ عمل” وباله او ویې ویل چې «فوري اقدامات اړین دي – خبرې کافي نه دي.»

هغه په یوه بیان کې وویل: «زه له هر څو اوونیو وروسته د دې ډول تاوتریخوالو له تکرار څخه ستړی یم. د هغو بریدګرو په وړاندې چې زموږ څخه یې د خونديتوب غوښتنه کړې وه، ناسم زغم بېخي مناسب نه دی.»

د باویریا یا بایرن ایالت محافظه‌کار لومړي وزیر، مارکوس سوډر، چې دغه برید په هغه ایالت کې شوی، دا یوه وحشتناکه ورځ وبلله او په یوه ټویټ کې یې دا برید «بې غیرته او کرکجن عمل» وباله.

پولیسو ویلي چې دوهم نیول شوی کس د شاهد په توګه څېړل کېږي، او تر اوسه داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې بریدګر همکاران درلودل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button