نړیوال خبرونه

په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې د پايلو په اړه افغان ښځو انديښنه څرګنده کړې

ټاکل شوې نن دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د افغانستان په باب غونډه جوړه شي چې سبا به هم دوام کوي

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون کوي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا د دې هېواد په اړه به پر یو ګډ دریځ بحث وشي.

خو دې غونډې ته نه طالبان ور بلل شوي او نه هم د هغوی مخالفان.‌

مخکې دا هم ویل شوي وو چې ښايي د دوحې په غونډه کې د طالبانو حکومت پر ممکنه رسمیت پېژندنې هم خبرې وشي چې دې خبرې ته مخالف غبرګونونه وښودل شول.

په داسې حال کې چې د طالبانو مخالفو څېرو او ډلو او افغان ښځینه فعالانو له دې سره ټینګ مخالفت وښود، خو خپله طالبانو د دوی په رسمیت پېژندنه د ټولو په ګټه او د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل کیلي بللې ده.

نور ولولئ: د ویانا غونډه:‌ افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی

د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د ګڼو هېوادونو او سازمانونو د استازو دغې دوه ورځنۍ ناستې ته د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو له بنسټونو نیولې د کابل، اسلام اباد او یو شمېر لوېدیځو ښارونو په واټونو غبرګونونه هم ښودل شوي.

د دوحې ناستې ته د ښځو فعالانو پرانیستی لیک

د افغانستان مدني ټولنې او ښځو فعالانو بېلابېلو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د دغې ناستې د پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او ددې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې په ټولو بحثونو او راټولېدنو کې دوی ته ځای ورکړي او د دوی په باب د خبرو پر دوی له دوی سره خبرې وکړي.

د بشري حقونو او مدني ټولنې دغو بنسټونو پر دې هم غبرګون او غوسه ښودلې چې ملګري ملتونه یا یې هم کوم غړی دولت د طالبانو حکومت چې د دوی په ټکو په سیستماتیک ډول د ټولنې تر نیمايي ډېره برخه له ټولنې حذفوي، په رسمیت وپېژني.

د دوی پرانیستی لیک چې د ملګرو ملتونو او ددغه بنسټ د سرمنشي او ګڼو هېوادونو په نامه خپور شوی، ټینګار کوي چې ملګري ملتونه دې ژر تر ژره ټول هغه پلانونه لغوه کړي چې حتی که هغه د طالبانو د حکومت د رسمیت ‌پېژندلو په اړه لومړني ګامونه هم وي.

نور ولولئ: امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

ددغه پرانیستي لیک لاسلیکوونکو له ملګرو ملتونو د داسې تضمین غوښتنه هم کړې چې له مخې یې په افغانستان کې د ټولو وګړو په تېره بیا د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وشي او خوندي شي.

په پاریس، سټسبورګ، اوسلو، جینیوا، واشنګټن او شیکاګو ښارونو کې هم یو شمېر معترضینو او لاریونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې راویښ شي او طالبان په رسمیت ونه پېژني.

له دې سره هم مهاله پر خواله رسنیو هم د ښځو او ملاتړو له خوا یې دا غږ بدرګه کېږي چې پر طالبانو دې بندیزونه ولګېږي.

د طالبانو غبرګون

خو طالبانو وړاندې ددې غونډې په اړه په خپل دریځ‌ کې تمه ښودلې چې دا ناسته د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button