ټکنالوجي

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوټیوب چلونکو فعالیتونه زیات شوي

په افغانستان کې يوټيوب چينلون بېلابېلو ویډیويي پروګرامونو په لرلو سره پر کور دننه او بهر ګڼ مینه‌وال موندلي

«سن رایز افغانستان» يو یوټیوب چینل دی چې د سباوون مومند له‌ خوا جوړ شوی او د دې شبکې له لارې د افغانستان د کمو لیدل شویو سیمو ویډیوګانې خپلو لیدونکو ته وړاندې کوي.

په دې اړه د نوموړي چينل جوړونکی وايي د افغانستان بېلابېل ځايونه په ويډيويي بڼه او خپلو مينوالو ته وړاندې کوي

مومند وايي، د افغانستان ۲۲ ولایتونو ته یې سفرونه کړي او د دغو ولایتونو ویډیويي راپورونه یې جوړ کړي دي.

نوموړی وايي:” موږ هڅه کوو چې هغه سیمو ته ورشو چې پخوا هلته تګ سخت و. په دې څوک نه‌ پوهېدل چې په هلمند کې د اسیا په سطحه ډېر ښه مالوچ کېږي. د بېلګې په توګه د خوست، پکتیا، نورستان او پکتیکا تورې جلغوزې ډېرې ښې دي. ۲۲ ولایتونو ته لاړو، داسې سیمې مو د کامرې ښکار کړې چې بیخي چا تصور نه‌کاوه چې دا به افغانستان وي. ان د سیمې خلک نه‌ پوهېدل چې د افغانستان کوم نظام دی. تېر کال د کونړ یوې سیمې ته تللی وم، راته یوه سپین ږیري وویل چې اوس به هم زموږ پادشاه ظاهر شاه وي.

نور لولئ: غوره افغان یوټیوبران

«کابل» د یوټیوب یوه بله شبکه ده چې په یوه کال کې یې د تفریحي، سېلاني او اړمنو کسانو ته د مرستې پروګرامونو په خپرولو سره تر ۵۰ زره زیات سبسکرایبران موندلي دي.

د یوټیوب شبکو لیدونکي په ځانګړې توګه له افغانستانه بهر د افغان یوټیوبرانو له کورني پروګرامونو سره ډېره مینه لري.

رایحه مسعودي چې په جرمني کې اوسېږي ازادي راډیو ته یې وویل، د افغان یوټیوبرانو د خپرونو په کتلو سره د وطن لریتوب کم احساسوي.

په افغانستان کې له سیاسي بحرانونو وروسته، د هغو رسنيو فعالیتونه چې ټولنیز او تفریحي خپرونې یې درلودې محدود او یا هم په بشپړه توګه ودرول شوې

د دغه محدوديتونو په نتيجه کې یوټیوب شبکې او د افغان یوټیوبرانو بازار تود شو او ظاهرا د هغوی خپرونې، په افغانستان او بهر کې د خلکو په منځ کې خپل ځانګړی ځای موندلی.

نور ولولئ: په 2023 کې د یوټیوب چینل پیل کولو لپاره غوره نظر

افغان یوټیوبران وایي، د خپرونو په جوړېدو په دې توانېدلي چې له دې لارې پیسې وګټي او تر څنګ یې په افغانستان او بهر ملکونو کې د خپلو مینه‌والو لپاره سرګرمي جوړه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button