Uncategorized

په رفح ښار د اسرائیلو تازه برید؛ طالبانو له نړیوالو غوښتي چې فلسطین کې د ټولوژنې مخه ونیسي

طالبانو پر رفح ښار د اسرائیلو برید ته غبرګون ښوولی او له نړیوالو یې غوښتي چې فلسطین کې د ټولوژنې مخه ډب کړي

طالبانود غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د اسراییلو دا ډول بریدونه به «بله لویه فاجعه رامنځته او روان ناورین به لا ژور کړي.»

طالبانو د بشري حقونو پر سازمانونو هم غږ کړی چې د اسراییلو د بریدونو مخه دې ونیسي.

د بلې لوی ناورین رامنځته کېدل

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو د بریدونو دوام به «بله لویه فاجعه رامنځته کړي.»

israel attack1
رفح پنډغالی

طالبان له نړېوالو او سیمه ییزو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې په غزه کې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیسي.

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ حماس د جګړې تر پای ته نه رسېدو پورې د یرغمل شوو کسانو د نه خوشي کېدو ګواښ کړی

نور ولولئ: د اسراییل او حماس تازه هوکړه؛ غزې او د اسرائیلو برمته شوو ته به مرسې ورسېږي

دوی د نړۍ له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځ کشالې ته حل لاره ولټوي.

پر شته نړیوالو سازمانونو د شته باور ورکېدل

طالبانو په خپله دغه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ چې په غزه کې د ټول‌وژنې دوام به «حاکم نړېوال نظام او مدعي ارزښتونه یې له جدي پوښتونو سره مخ کړي او دا د پيړۍ ټول‌وژنه به د نړېوالو سازمانونو او بشري کنوانسیونونو شته باور له منځه یوسي.»

د راپورونو له مخې اسراییلو په رفح ښارګوټي کې هغه پنډغالی په نښه کړی دی چې د فلسطین ولسي وګړو په کې پناه اخیستي وه.

israel attack2
په غزه کې د اسرائیلو د درنې جګړې او بمباریو پایله

بل خوا یو شمېر رسنیو د حماس د یو جګپوړي مشر له قوله ویلي چي دا ډول بریدونه به د بندیانو د تبادلي روانې خبرې له له ګواښ سره مخ کړي.

له دې وړاندې اسرائیلو پر غزه برید کې ګڼو ملکي وګړو ته چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

عربي او نور اسلامي هېوادونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې ددغه لوی ناورین مخنیوی وکړي او لا هم لږ تر لږه ددې د روانې جګړې شدت راکم کړي.

د امریکا او نورو هېوادونو له لوري څو ځله هڅه وشوه چې په غزه کې د حماس او اسرائیلو تر منځ اوربند رامنځته کړي، خو تر اوسه د اوربند په رامنځته کولو هم نه دي توانېدلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button