ټکنالوجي

په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

جیمز ویب ټیلسکوپ په وروستیو انځورونو کې ښکلي او په زړه پورې شیبې وړاندې کوي

فضايي ټېلسکوپ جېمز ویب د یوه خورا لرې ستوري د ژوند وروستي پړاونه په زړه پورې عکسونو کې ثبت کړي دي.

دا عکسونه یوه داسې صحنه ښيي، چې د ستوري له چاودنې وروسته خواره شوي ګازونه سوځي او رنګینې ګردې حلقې یې جوړې کړې چې دا حلقي رنګ د نیبولا په نوم یادېږي.

دا خواره ګازونه (نیبولا) له موږ څخه ۲۶۰۰ نوري کاله لرې دي، او دا حالت یو مړ ستوری ښيي، چې د یوې زورورې چاودنې له کبله خپله بهرنۍ برخه یې په فضا کې شيندلې ده.

نور ولولئ: ناسا د ناپېژندل شویو الوتونکو په اړه معلومات ورکوي

ساینس پوهان وايي، چې دا انځورونه د ستورو د ژوند پړاونو په اړه ژور معلومات وړاندې کوي.

بهر ته د ستورو شیندل کېدل

د دې څېړنې مشر ډاکټر مایک بارلو په وینا، دا انځورونه سربېره پر دې چې بهر ته شیندل شوي د ستوري د ګازونو رنګینې حلقې ښيي. خپله د ستوري دنننۍ برخې انځور هم په غوره ډول وړاندې کوي.

نوموړی وايي،”موږ د یوه ستوري وروستي پړاونه وینو چې دا په حقیقت کې د لمر ډېر لرې راتلونکې ښيي. جیمز ویب تلسکوپ د فضايي نظامونو پېښو ته یوه نوې کړکۍ ورپرانیستې ده. ”

د ښاغلي مايک بارلو په وينا، “موږ کولی شو دا رنګ نیبولا د یوه لابراتوار په توګه وکاروو او دا مطالعه کړو چې یو ستوری څنګه رامنځ ته کېږي او څنګه وده کوي.”

نور ولولئ: نړیوالې فضا ته د لومړنۍ سعودۍ ستورمزلې ریانه برناوي سفر

نیبولا نوم اتلس مې پېړۍ ته ورګرځي کله چې د هغه مهال مشهور ستوري پېژندونکي ویلیم هرشل د ګازونو دې ګرده کړۍ د سیارې ګومان کړی وه او د نیبولا په نوم یې نوموله وه چې وروسته معلومه شوه چې دا سیاره نه بلکې تش پاتې شوني یې دي.

د ګازونو دا ګرده ګړۍ په څه شي مشهور ده

د ګازونو دا ګرده کړۍ (رنګ نیبولا ) د “planetary nebulae”, په نوم مشهوره ده دا د فضايي جوړښتونو څخه ده چې ګردو حلقو په شکل ښکاري او د دوبي په میاشتو کې د وړو دوربینونو په مټ هم لیدل کېدای شي.

د ګازونو ګرده کړۍ (نیبولا) هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یو ستوری له منځه ځي او چادونه کوي له دې چاودنې سره خپل ډېری مواد په فضا کې شیندي.

د مانچسټر په پوهنتون کې د سیارو پروفیسور البرټ زیلسټرا وايي: “د دې عکسونو توضیحات حیرانونکي دي، د هر هغه څه په پرتله چې موږ مخکې لیدلي وو.”

دی وايي، “موږ پوهېږو چې نیبولا ښکلي وي. خو هغه څه چې موږ یې اوس ګورو حیرانونکي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې فضا کې ساینسپوهانو نوي کشفیات کړي دي او نورې څېړنې هم کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button