نړیوال خبرونه

په سوریه کې د ۱۰۰زره کسانو د ډله‌ییز قبر موندل کېدل

دغه تر ټولو لوی ډله ییز قبر له دمشق ښاره لرې موندل شوی دی

د سوریې د «خلکو د ملاتړ» په نوم د یوه بنسټ مشر ویلي، چې د دمشق ښار څخه دباندې د ۱۰۰زره هغو کسانو ډله ییز قبر موندل شوی چې د بشارالاسد د رژیم له لوري وژل شوي دي.

کسانو ډله ییز قبر موندل شوی چې د بشارالاسد د رژیم له لوري وژل شوي دي.

معاذ مصطفی ویلي چې: «دغه ډله ییز قبر د دمشق ښار شمال ته په ۴۰ کیلومیټرۍ کې د القطیفه په سیمه کې دی او دا د پینځو هغو ډله ییزو قبرونو له ډلې یو دی چې په تېرو کلونو کې په سوریه کې موندل شوی دی.»

د نورو ډله ییزو قبرونو د موجودیت امکان

ښاغلي مصطفی د رویټرز اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې چې ښايي په سوریه کې په ډېر شمېر د وژل شویو نور ډله ییز قبرونه هم وي.

هغه زیاتوي‌ چې په دغو وژل شویو کسانو کې یوازې سوریایان نه دي، بلکې د امریکا په ګډون د بریټانیا او نورو هېوادونو بهرني وګړي هم په کې ښخ کړای شوي دي.

نور ولولئ: په سوریه کې د جولان لوړې څوکې اسرائیلو ته ولې مهم دي؟

نور ولولئ: سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

د راپور له مخې د بشارالاسد د حکومت د هوايي ځواک استخباراتي څانګې دنده لرله چې مړي له پوځي روغتونونو څخه دباندې انتقال کړي او بیا یې د استخباراتي ادارو نورو څانګو ته وسپاري.

په راپور کې د معاذ مصطفی له قوله لیکل شوي چې زندانیان لومړی په خورا وحشیانه توګه شکنجه کیدل چې بیا یې روغتون ته لېږدول او تر هغې وروسته یې مړي په ډله ییزو قبرونو ته ښخول.

د دمشق ښاروالۍ رول

مصطفی دا هم ویلي چې د مړو د لېږدولو لپاره یخچال لرونکې لارۍ کارول کیدې چې د دې کار مسوولیت د دمشق ښاروالۍ د جنازو د څانګې کارکوونکو پر غاړه لاره.

مصطفی د ښاروالۍ له هغو کارګرو سره هم خبرې کړې دي چې د جسدونو په لېږدولو او د دغو قبرونو په کیندلو کې یې کار کړی؛ خو دغه کسان اوس له سوریې څخه تښتیدلی دي.

هغه ټینګار کړی چې د لا ډېرو څېړنو لپاره باید د دغو ډله ییزو قبرونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د شواهدو په توګه خورا مهم دي.

باید ووایو چې د رویټرز خبري اژانس د معاذ مصطفی له لوري شوې ادعاوې په خپلواکه توګه لا تر اوسه نه دي تائید کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button