ژوند

په سینګار کې د رنګونو کارول ناروغۍ پیدا کوي

اکثره نجونې د ځان ښایسته کولو په خاطر له رنګونو کار اخلي، خو ددې کار زیان ته یې پام نه دی

دا اوس یو دود دی چې په نړۍ کې ښځې یا نجونې ددې لپاره څو ښایسته ښکاره شي، پر مخ او د بدن پر نورو برخو رنګونه او نور مواد وهي چې ددې استعمال نه یوازې ګټه نه لري بلکې پوستې ته زیان اړوي. تاسو به لیدلي وي، هغه نجوني چې پوډر او رنګ نه کاروي تر هغو یې د مخ پوستکی ډېر تازه وي چې له دغو کمیاوي موادو جوړو رنګونو څخه ګټه اخلي.

نور زیانونه هم لري

ځینو طبي څېړنو په ډاګه کړې چې پر پوستکي د رنګونو موښل پوستکي ته ډېر ضرر رسوي او د انسان طبیعي ښکلا له منځه وړي. دا څېړنې ښیي چې کله دا ډول رنګ په پوستګي ووهل شي، هغه حجرې زیامنې کوي چې د پوستکي په تازه ساتلو کې مرسته کوي. دا ټولو ته ښکاره ده او په شاوخوا ګاونډ کې وینې چې کومې نجونې پوډر او رنګ کاروي، د مخ پوستکی یې له کاره لوېدلی او طبیعي حالت نه لري. د کیمیاوي رنګونو کارونه کېدای شي چې یو لړ نورې ناروغۍ هم انتقال کړي او سالم انسان ناروغ کړي.

پر نوکانو د رنګ وهلو زیانونه

د پوستکي، وېښتو او نوکانو ناروغیو متخصصین وايي د نوکانو جېل لرونکي رنګونه ځینو خلکو ته د حساسیت ستونزه پیدا کوي.

داسې چې د نوکانو په جېل لرونکو رنګونو کې ځینې کیمیاوي مواد شته چې کولی شي پوستکي ته ننوځي.

همدا بیا ناسمې پایلې لري. دا په دې مانا ده چې ځینې خلک بیا نور نشي کولی د سترګو کټرک ناروغۍ، د بدن بندونو بدلولو، د غاښونو ستونزې او نورو طبي مسایلو لپاره درملنه ترلاسه کړي.

نور ولولئ: روغتیاپلان؛ خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي

په دې درملنو کې هماغه کیمیاوي مواد موجود دي. کارپوهان وايي د دې ستونزې مخنیوي لپاره باید له مسلکي او روزل شویو کسانو سره ولیدل شي.

دداسې موادو تولیدونکې کمپنۍ بې درېغه تبلیغات کوي څو خپل تولید ته بازار پیدا کړي. د دوی دا تبلیغ دومره مؤثر دی چې حتی دا ډول طبي څېړنې هم کمرنګه کړي او خلک ورباندې عمل نه کوي. هېوادونه مکلف دي چې په خپلو بازارونو کې د هغو توکو مخنیوی وکړي یا مالیه ورباندې لوړه کړي چې د خلکو روغتیا ته زیان لري. کله چې مالیه لوړه شوه نو بیا څوک نه شي کولی، په اسانۍ سره دا ډول غیرې معیارې توکي وپیري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button