ژوند

په شمالي قطب کې د کنګلونو د ویلې‌کېدو ویره

په نوي څېړنه کې د شمالي قطب د ویلې‌کېدو ویره ډېره ښودل شوې ده

په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د شمالي قطب کنګلونه به د لسو او شلو کلونو ترمنځ یو مخ اوبه شي.

په دې څېړنه کې ویل شوي، حتي که په نړۍ کې د کاربون ډای اوکسایډ د خپرېدو اندازه کمه هم شي، د شمالي قطب کنګلونه ممکن د دوبي په فصلونو کې یوه لسیزه تر هغه څه مخکې بیخي ویلي شي چې اټکل یې شوی و.

په نېچر کمیونیکېشن ساینسي مجله کې خپره څېړنه

په دې څېړنه کې، چې په نېچر کمیونیکېشن ساینسي مجله کې خپره شوې، په شمالي قطب کې د کنګلونو قشرونه د څلوېښتو کلونو په مخه ارزول شوي دي.

په څېړنه کې وړاندوینه شوې چې حتي که د ګلتوني ګازونو د خپرېدو په تېره بیا د کاربون ډای اوکسایډ د خپریدو په مخنیوي کې پرمختګ هم وشي د راتلونکې لسیزې د نیمايي او د ۲۰۵۰ ترمنځ به په لومړي وار د سپټمبر داسې میاشت راشي چې هیڅ کنګل به نه وي.

نور لولئ: اوزون ګاز څه دی، ولې ویجاړېږي او څنګه ساتل کېدای شي؟

څېړونکو له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د هرې میاشتې د هوا درست معلومات راټول کړي او بیا یې هغه له جوړشویو ماډلونو سره پرتله کړي دي. دا معلومات ښيي چې د شمالي قطب د کنګلونو قشرونه د سپټمبر په منځویو کې په اوړي کې تر ټولو کم حد ته کمیږي.

د اقلیمي بدلونونو خبرابېدونکی حالت

په نړۍ کې اقلیمي بدلونونو هېوادونه اندېښمن کړي دي، ځکه ورځ تر بلې په نړۍ کې د تودوخې کچه لوړېږي او په فضا کې کاربن‌ډای اوکسایډ خپرېږي. ددې لامل لویې فابریکې، اټومي بټۍ او هغه صنعت دی چې هم تر ځمکې لاندې د څښاک اوبه چټلوي او هم اقلیم ته زیان رسوي.

دا د اقلیمي بدلونونو د خرابیدونکي وضیعت په اړه د ملګروملتو تر څارنې لاندې د پلاوي تر ټولو وروستی راپور دی.

دې پلاوي له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ کلونو د اقلیمي تغییراتو په راپور کې وړاندوینه کړې وه چې په یوویشتمه پېړۍ کې د ګلتوني ګازونو د خپرېدو د اندازې متوسط ته په کتو به د شمالي قطب کنګلونه د روانې پیړۍ تر نیمايي دوام وکړي.

خو د جنوبي کوریا د یوهانګ د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون د استاد (مین سیونګ کې) تر څارنې لاندې په یوه نوې څېړنه کې خبرداری ورکړای شوی چې د شمالي قطب کنګلونه د یوې او دوو لسیزو په منځ کې له منځه ځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button