نړیوال خبرونه

په عربو کې روان بحران؛ عربي متحده اماراتو په قاهره کې پر دغه بحران بحث کړی

عربي متحده اماراتو په قاهره کې د عربي پارلمان بحثونو کې د روان بحران په اړه بحث کړی دی

د عربي پارلمان په دې غونډه کې د عربي متحده اماراتو د فدرال شورا غړو برخه اخیستي وه. دغه ډلې په عربي هېوادونو کې د اوسني روان بحران په اړه بحثونه راپورته کړل.

په دې پارلمان کې د عربي هېوادونو استازو او ددې پارلمان رییس هم موجود و.

په دې بحثونو سربېره په عربي نړۍ پر اوسنیو پرمختګونو او ننګونو هم بحثونه وشول. تر ټولو لوی بحث په یمن او فلسطین کې د اسراییلو، امریکا او برتانیا د بریدونو و چې په دې برخه کې د اماراتو استازي ډېر فعال و او یاد بحث دوی پنځولی و.

په عربي نړۍ کې څه تېرېږي؟

په فلسطین کې د اسراییلو بریدونه او په غزه کې روانه جګړه ددې سبب شوي ده چې سیمه ییز حساسیتونه راپاروي او په ورته مهال دا جګړه د ۲۵۰۰ کسانو د وژل کېدو سبب شوي چې اکثره یې ملکي وګړي دي.

uae1
د اسراییلو پرضد د عربو لاریونونه

پر دې سربېره په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا او برتانیا له لوري هوايي او توغندیز بریدونه شوي دي. حوثیان بیا په سره سمندرګي کې اسراییلو ته پر تلونکو بېړیو حملې کوي.

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

داسې امکان شته چې په منځني ختیځ کې حزب الله او ایران هم ښکېل شي، ځکه په ایران کې له چاودنو وروسته ایران په عراق او سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.

په عربي نړۍ کې د ستونزو پر هواري بحثونه

د عربي پارلمان په دې غونډه کې د هېوادونو په پرمختګونو په ځانګړې توګه امنیتي خوندیتوب باندې بحثونه شوي دي. ددې بحثونو مهم تمرکز په یمن او فلسطین و.

دغه بحثونه پر دې هم راټول وو چې څنګه په غزه کې اوسنی وضعیت کنترول شي او دغه جګړه نورو هېوادونو ته پراخه نه شي.

uae2
د عربو بحران

د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې د درېدو او اوربند په اړه امریکا، متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو ډېرې هڅې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

اسراییلو پر غزه بریدونو کې ملکي وګړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، په نښه کړي دي.

د اسراییلو دغه بریدونه او پر اسراییلو د حماس حملې د نړیوالو لخوا غندل شوي او بار،بار یې له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړي ده، خو تر اوسه لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button