په فغانستان کې د القاعده د شتون په اړه د امنیت شورا راپور ته د طالبانو غبرګون
طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستي راپور کې تور پوری شوی، چې ګنې په افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شته او د دوی ځینې ډلې په افغانستان کې فعالې شوې، چې دغه څرګندونې ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.»
هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو له ادرسه د دوی پر ډلې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي او دغه کړنه یې ناوړه ګټه اخیستنه یاده کړې، چې د هغه په وینا غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي چې دغه ډول کړنې دوام وکړي.
افغانستان کې د القاعده اړوند هېڅوک نشته
هغه وایي:« موږ پوهېږو، چې د امنیت شورا ځينې غړي هېوادونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي، هغوی به طبعا خپله کینه پالي او دغه راز افواهات به خپروي؛ خو هغه نور غړي هېوادونه چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري، باید اجازه ورنکړي چې د دغه نړۍوال بنسټ حیثیت خراب شي.»
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک نه شته او نه هم دوی چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.
نور ولولئ: میتو میلر: افغانستان زموږ تر څار لاندې دی، د القاعده مشر وژنه یې ښه ثبوت دی
نور ولولئ: طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري
نور ولولئ: افغان طالبانو د ټي ټي پي ۲۰۰ غړي نیولي
هغه څرګنده کړې:« د امنیت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچینه اخلي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنگ ولاړ وو او د افغانستان له ازادۍ، ابادۍ او امنیت سره حساسیت لري.»
هغه وایي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اجازه ورنه کړي چې راپورونه يې د سياسي او اقتصادي ګټو د اهدافو ښکار شي.
نړیواله امنیت شورا: القاعده بیا په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي
د طالبانو او القاعده اړیکې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ راپور خپور کړی و، چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ساتلې او دې ډلې په افغانستان کې ۸ نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانېدلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ځان په دفاعي حالت کې وساتي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د څو بریدونو ملاتړ شوی دی.