اقتصاد او سوداګري

په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې

په دغه نندارتون کې ښځینه سوداګرو ته هم عرفې ځانګړې شوي دي

که څه هم طالبانو ښځې او نجونو له پوهنتونونو او ښوونځیو راګرځولي، خو دغه رژیم څه موده مخکې ویلي وو چې ښځینه سوداګرو ته یې څه باندې ۳۰۰۰ سوداګریز جوازونه ورکړي دي.

خو تازه د ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې افغان ښځینه سوداګرو ته هم ځینې عرفې ځانګړي شوي او دوی په کې خپل تولیدات ننداره ته وړاندې کړي دي.

په کابل کې جوړ شوی نندارتون

کابل کې پرون (د غويي په 23 مه) ملي او نړيوال نندارتون پرانيستل شو، دا نندارتون به د روان کال ثور تر ۲۸ پورې دوام لري.

په نندارتون کې ميرمنو ته ۲۰۰ غرفې ځانګړې شوې دي او د مېرمنو بیلابیلې پنځونې پکې نندارې ته وړاندې کيږي.

نور ولولئ: د امام ابوحنیفه نندارتون کې ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي

نور ولولئ: هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون

د نندارتون ګډونوالو ميرمنو هم خوښي څرګنده کړه چې په داسې نندارتونونو کې ښځو ته هم فرصتونه ورکول کيږي څو دوى خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او وکولى شي چې د نورو ميرمنو لاس نيوى وکړي او هم يې خپل اقتصاد په پښو ودرېږي.

د نندارتون يوه ګډونواله وايي چې نندارې ته د خپلو توليداتو په ايښودو يې وکولى شول چې له ډېرو شرکتونه سره تړون وکړي او هيله لري چې دا به د دې لامل شي چې سوداګري يې يوه ورځ د نړۍ نورو هیوادونو ته پراخه شي.

afghan (2)
د ملي صنعت او نړیوال نندارتون د پرانیستي مراسم

نورو ښځو ته د کار کولو زمینه برابرېدل

له سوداګرو ميرمنو سره له پنځلسو تر ديرشو نورو ميرمنو هم د کار کولو فرصتونو موندلي چې په وينا يې خپلو سوداګريزو چارو ته به نوره وده هم ورکړي او داسې نندارتونونه به د لاسي صنايعو د بازار موندنې په برخه کې دوى ته ګټور تمام شي.

ملي او نړيوال نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لورى جوړ شوى چې بيلابيل افغاني توليدات پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

خو پر دې سربېره پر طالبانو نیوکې کېږي چې ښځې یې د خپلو غوښتنو او تنګ نظریو پر اساس محدودې کړي او دوی ته د زده کړو او کار حق نه ورکوي.

طالبانو ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځولي دي. دوی ته اجازه نه ورکوي چې زده کړو ته دوام ورکړي او له بلې خوا په دفترونو کې د کار کولو محدودیتونه هم ورباندې وضع شوي دي.

په افغانستان کې د جنګونو له امله اکثره ښځې کونډې او د کورنۍ د سرپرستۍ مسئولیتونه ورپه غاړه دي، خو د طالبانو له وروستیو محدودیتونو له امله ورباندې د ژوند کړۍ راتنګه شوي ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button