په ملګرو ملتونو کې پر افغان ښځو د محدودیتونو بحث وشو
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو پر افغان ښځو او نجونو د شته محدودیتونو په اړه اندېښنه وښوده
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د سعودي د بشري حقونو د کمیسیون مشرې هاله مازیاد التویجری وویل، سعودي عربستان له کابله غوښتي چې خپلې پرېکړې دې لغوه کړي، څو ښځې وکولای شي له تبعیض پرته له خپلو حقونو څخه په بشپړه توګه برخمن شي
نور یی ولوله | امیري په دوحه کې د افغان ښځو د کارموندنې او تعلیم په اړه خبرې وکړې
نور یی ولوله | څنګه په ځوانۍ کې بریالي شو
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي، جرمني به له ټولو هغو افغانانو سره مرستې ته دوام ورکړي چې اوبو ته اړتیا لري، خوراک ته اړتیا لري او درمل ته اړتیا لري
هغې وویل: موږ پوهیږو چې زموږ هڅې به د افغان ښځو د حقونو په وحشیانه سرغړونو کې بدلون ونلري … مګر دا مهمه ده. دا د هرې میرمنې لپاره مهمه ده چې بهر ته د تلو اجازه نه لري. دا د هر هغه ماشوم لپاره اهمیت لري چې غواړي. ښوونځي ته لاړ شي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په یوه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده
بینیټ وویل چې د افغانستان د سرپرست حکومت وروستیو فرمانونو د هیواد پر بشري مرستو او اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی
هغه وویل چې اقتصاد په 2021-2022 کې شاوخوا 30-35 سلنې نور ډراماتیک کمښت تجربه کړ
د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد کمال بوزي ویلي، نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان وضعیت نور هم خراب شي
هغه وويل: موږ موقت حکومت ته يادونه کوو چې د ښځو په اړه وروستي محدوديتونه لکه د زده کړې حق بشري نه دي
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، چې د ښځو حقوق په اسلامي جوړښت کې تامین شوي دي
هغه وویل: اسلامي امارت زموږ د هیواد د داخلي مسایلو په اړه د اسلامي احکامو او د افغانستان د خلکو د افکارو په اساس ځان تنظیموي او هیڅ هیواد باید په دې اړه اندیښنه ونه لري
دا په داسې حال کې ده چې په جنیوا کې د افغانستان دایمي ماموریت په ټویټر کې ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په جنیوا کې خبرې وکړې او د OIC لخوا یې د کابل د هغو فرمانونو غندنه وکړه چې د ښځو له تعلیم او کار څخه یې منع کړي وو او ویې ویل: دا زموږ د دین خلاف کار دی