هنر او ادب

په میدان وردګ کې د «مڼې ګل» دودیزه مشاعره وشوه

په میدان وردګ ولایت کې د “مڼې ګل” کلنی مشاعره وشوه چې سلګونو خلکو په کې ګډون کړی وو

په میدان وردګ کې د مڼې ګل یوویشتمه دودیزه مشاعره سږ کال د دغه ولایت د چک ولسوالي اړوند د «چک برښنا بند» سیمه کې جوړه شوه چې ګڼ‌شمېر نوموتو شاعرانو او مینه‌والو په‌کې ګډون کړی و. دا مشاعره پرون ماسپښین درې بجې پیل او د بېګاه شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

د مڼې ګل مشاعره یوویشت کلنه شوه

د مڼې ګل دودیزې مشاعرې یو جوړوونکی سیدمصطفی حماس وايي، د مڼې ګل مشاعره چې له یوویشت کلونو راهیسې هر کال د میدان وردګ په مرکز او کله کله د دغه ولایت په نورو سیمو کې جوړېږي.

هغه وايي چې د دې مشاعرې موخه له یوې خوا د ځوانو شاعرانو او لیکوالانو هڅول او د پټو وړتیاوو را برسېره کول او بله‌خوا هم په شعرونو کې د میدان وردګ ولایت د مشهورې مېوې (مڼې) نوم تازه کول دي. نوموړی خوښي څرګندوي چې د دوو لسیزو له ناخوالو سره سره بیا هم له ګڼ‌شمېر شاعرانو او لیکوالانو سره په دې مشاعره کې ګډون کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رییس احمدالله وثیق د مشاعرې په پیل کې وویل، شاعران باید په خپلو شعرونو کې خلک هېوادپالنې او ملي یووالي ته را وبولي او په ولسونو کې د ورورګلوي فضا جوړه کړي.

د کتابونو چاپ ته پالیسي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي هم په میدان وردګ کې د مڼې ګل دودیزې مشاعرې جوړولو د ستاینې تر څنګ وویل، د هغو شاعرانو او لیکوالانو کتابونه به وړیا چاپ کړي چې د دوی له پالیسي سره برابر وي او هغوی یې د چاپ وسه ونه لري.

د هېواد ګڼ‌شمېر او نوموتو شاعرانو په دې مشاعره کې د هېواد‌پالنې تر څنګ، د میدان وردګ ولایت د مشهورې مېوې «مڼې» ستاینه وکړه.

نور ولولئ: په لغمان کې ادبي مشاعره

د منې ګل مشاعرې بنسټ له نن څخه ۲۱ کاله پخوا په میدان وردګ ولایت کې اېښودل شوی او په تېرو دوو لسیزو کې به هر کال د دغه ولایت په مرکز میدان‌ ښار کې جوړېده، خو تېر کال دا مشاعره د جلرېز ولسوالي په سنګلاخ دره کې جوړه شوه.

ادبي او فرهنګي شخصیتونو وايي، دا ډول مشاعرې سانسورې وي چې هغه شاعران او لیکوالان په کې ځای نه لري چې د ټولنې اصل درد بیانوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button