نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین به متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي او چارواکو سره به وګوري

د اوکراین له جګړې وروسته به متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د روسیې ولسمشر دغه سفر کمساری وي، ځکه له جګړې وروسته هغه دا ډول ډېر لږ سفرونه کړي دي. ښاغلی پوتین پلان لري چې دغه اوونۍ له ابوظبۍ او متحده عربي اماراتو لیدنه وکړي، خو دا ښکاره نه ده چې هلته به پر څه شي بحثونه کېږي او د بحث اساسي موضوعات به څه وي.

نور ولولئ: د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

دارنګه به پوتین له سعودي عربستان هم لیدنه وکړي او هلته هم ډېر احتمال دادی چې د تېلو، د اسراییلو-حماس جګړې او نورو نړیوالو مسایلو په تړاو به بحثونه ولري.

د پوتین له سفر مخکې خبر ورکول

مسکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین به متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي. د دوی معلومات پر اساس به دغه سفر ددې روانې اوونۍ تر اخره ترسره شي.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، پوتین به په دې سفر کې د سعودي عربستان له شاه محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره وګوري. دارنګه به پوتین له عربي متحده اماراتو هم لیدنه وکړي او هلته به له ګڼو چارواکو سره وویني.

راپورونه وايي چې پوتین به د سعودي عربستان د انرژي وزارت له وزیر عبدالعزیز بن سلیمان سره هم وویني.

متحده عربي امارات، سعودي او روسیه په اوپیک هېوادونو کې هم شامل دي.

په نړیوال سیاست کې د عربي متحده اماراتو رول

د نورو عربي هېوادونو په څېر عربي متحده امارات هم په نړیوال سیاست په خاص ډول په منځني ختیځ کې خپل ځانګړی رول لري، ځکه د تېلو او نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د پراخ نفوذ لرونکی هېواد بلل کېږي.

روسیه هڅه کوي چې د اسراییل-حماس له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا او غربي هېوادونو پر وړاندې د بلاک د رامنځته کولو لپاره له عربي متحده اماراتو او خلیج هېوادونو هم ګټه پورته کړي او ددوی ملاتړ له ځان سره ولري.

متحده عربي اماراتو د نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې غزې ته بشري مرستې ورسولې. دغه هېواد د ۱۰۰۰ اسراییلي ماشومانو پالنه او درملنه په غاړه واخیسته چې د اسراییلو د وحشیانه بمبار او بریدونو له امله یې صدمه لیدلي وه.

متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د پوتین له سفر وروسته به په ډاګه کېږي چې د دوی د بحث اصلي ټکي څه وو؟

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button