په نړۍ کې د مهاجرتونو ګڼ لاملونه
خلک په نړۍ کې چې مهاجرتونو ته زړه ښه کوي، نو ګڼ لاملونه لري
د بشر په تاریخ کې خلک د بېلابېلو لاملونو له امله له یوه ځایه بل ځای ته مهاجرتونه کوي چې دلته ورباندې لنډ بحث کوو
نور ولولئ: د یونان ځنګلي اور کې د ۱۸ کډوالو سوزېدلي جسدونه موندل شوي دي
په نږدې وختونو کې بشر یا نسلونه په دې توانېدلي چې له خپلې سیمې ډېر لرې ځایونه ته مهاجرتونه وکړي چې له ځانونو سره د فرهنګ په څېر تجربې او نورې ګټې له یوې ټولنې بلې ته انتقال کړي. خو له ګټو سره یې ځینې زیانونه لکه قاچاقي تګ، وړوکی نسل یې د سیمو خلکو فرهنګ خپلو او د خپل هغه هېرول او نور زیانونه هم لري. دارنګه د دریمې نړۍ د ملتونو مهاجرت ددې لامل هم کېدای شي چې نړیوال اقتصاد ته زیان واړوي او اقتصادي مشکلات رامنځته کړي.
د کډوالۍ ځینې ګټې چې خلک یې په پام کې نیسي
لکه وړاندې مو چې یادونه وکړه، مهاجرتونه د نسلونو تر منځ بېلابېل فرهنګونه شریکوي، له یوې ټولنې بلې ته نوي هنرونه او تجربې انتقالوي او که چېرته با تجربه کسان او پر نننۍ ټکنالوژۍ پوه او علمي کسان داسې سیمو ته مهاجرت وکړي، نو ددې امکان هم ډېر دی چې مهاجرین منونکي هېوادونه یې له تجربو ګټه پورته کړي او د خپل هېواد اقتصاد او صنعت ورباندې په پښو ودروي، خو تر څنګ یې هغه هېوادونه بیا زیان وینې چې دا ډول باتجربه او علمي کسان ورڅخه وځي.
د خپل سرو او غیر قانوني مهاجرتونو زیانونه
د دریمې نړۍ او یا هغه هېوادونو چې جګړو کې ښکېل دي یا هغه سیمې چې خلک په کې د روزي پیدا کولو لپاره لالهانده وي؛ داسې ولسونه او نسلونه هڅه وي تر څو هغو هېوادونو ته مخه کړي چې هلته ورته د کار او ژوند کولو نور سهولتونه برابر وي. دا ډول مجبور نسلونه اکثر مهاجرتونه په قاچاق ډول کوي چې په نړۍ کې د انساني قاچاق د جرمونو کچه لوړېږي او ډېری انسانان، حتی ښځې او ماشومان ددې غیر قانوني مهاجرتونو قرباني کېږي. د مثال په ډول تاسو وګورئ، په دې وروستیو کې د عراق، سوریې، افغانستان او نورو جنګځپلو هېوادونو څومره اتباع په ځنګلونو، واورو، یخونو، دښتونو او سمندرونو کې ورک شول او څومره لا نور د بلاګانو خولو ته لوېږي.
نور ولولئ: کاناډا تازه لسګونه نور افغان کډوال انتقال کړي
مهاجرتونه د بشر له پیدایښت سره سم پیل شوي، چې ګڼ لاملونه لري او په دې باندې هر اړخیز بحث په کار دی، خو اوس همدومره کفایت کوي چې تاسو ته دغه لیکنه د مهاجرتونو د ګټو او زیانونو په اړه یو لید درکړي.
خو څه ورځې وړاندې د مهاجرت نړیوالو بنسټونو خبر ورکړ چې په روان دوه زره درویشتم کال کې ګڼ مهاجرت په سمندرونو او ځنګلونو کې وژل شوي دي، خو پر دې سربېره بیا هم خلک مهاجرتونو ته مخه کوي.