هنر او ادب

په نیټ‌فلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه

په ۲۰۲۳ کال نیټ‌فلیکس کې غوره او ډېر کتل شوي هندي فلمونه او د فلم مینه والو ډېر خوښ کړي دي

هندي نیټ‌فلیکس په دغه هېواد کې د او ټي ټي غوره خپروونکی چوکاټ دی. او ټي ټي په هند کې د هندي او نورو فلمونو د خپرولو لپاره ښه زمینه سازي کړي ده. په دې کې ډېر بیروبار د هندي فلمونو دی چې په دې لیکنه کې به ورباندې خبرې وشي او کیفیت به یې ډاګه کړل شي.

دارنګه پر هغو فلمونه لنډ معلومات راټول شوي چې د لیست په سر کې دي او ډېرو خلکو کتلي دي.

نور ولولئ: ٥ په زړه پوري نیٹ فلیکس لړۍ چې تاسو یې باید له لاسه ورنکړئ

په دغو فلمونو کې لومړی (۳ ایډیاز) فلم دی چې په کې امیرخان کار کړی دی. ددې فلم لنډیز دادی چې په هندي ژبه دی او امرخان په کې د فرحان په نوم کار کړی چې په کالج کې د رینچو سره په لومړي ځل له هغه سره اړیکې جوړېږي. تر کلونو وروسته دوی ته دا چانس په لاس ورځي چې ورک شوی ملګری ولټوي او هغه داسې چې د ورک شوي ملګري پیدا کېدل ناممکن دي. دا فلم د ۲۰۰۹ کال په دسمبر کې بازار ته وړاندې شو چې ۲:۵۱ دقیقې دی.

تاري زمین پر فلم دویم مقام لري

تاري زمین پر دا هغه فلم دی چې په نیټ‌فلیکس باندې ډېر کتل شوی او د خلکو خوښ شوی دی. ددې فلم لنډیز دادی چې د ایشان په نوم یو هلک د زده کړو په برخه کې د مور او پلار له نیوکو سره مخامخ کېږي او له همدې امله بورډینګ ښوونځي ته لېږل کېږي. په ښوونځي کې د رام په نوم ښوونکی په دې پوهېږي چې هلک ستونزه لري او د وړتیا په لوړو کې له هغه سره مرسته کوي. دا فلم هم هندي فلم دی چې د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په ۲۱ بازار ته وړاندې شوی دی. دا ۲:۴۴ دقیقې فلم هم هندي دی چې امیر خان په کې کار او نورو اداکارانو په کې کار کړی دی او ژبه یې هم هندي ده.

په دریمه درجه کې ډېر کتل شوی فلم سویډس دی

ددې فلم داستان داسې دی چې د موهن په نوم یو هندی مهاجر چې په ناسا کې کار کوي، د خپلې ګرانې ناني کاویري د موندلو په خاطر خپل هېواد ته سفر کوي او هلته په پاتې کېدو سره دی خپلو هیلو ته رسېږي او هلته په یوه کلي کې د اصلاحاتو په خاطر د ځان لپاره یو مدافع هم پیدا کوي.

نور ولولئ: ۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

دا فلم هم هندي او په هندي ژبه دی چې د ۲۰۰۴ کال د دسمبر په ۱۷ خپور شوی او ۳:۰۹ دقیقې دی. په دې فلم کې شارخ خان، ګیتري جوشي او نورو کار کړی دی.

څلورم مقام د ډرېشیام او ورپسې تر لسو فلمونه دي چې تر ټولو ډېر په نیټ‌فلیکس کتل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button