په هرات کې د ښځو د ګنډلو د زده کړې مرکز پرانیستل شو
په هرات ولایت کې د دوو خویندو له خوا د هغو ځوانو میرمنو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي، د خیاطۍ روزنیز مرکز جوړ شوی دی
د ګنډلو د ښوونځي مشرې یلدا یوسفي وویل: «موږ دلته له شپیتو څخه زیات زده کوونکي لرو، چې په هغو کې کورنی، نجونې او د پوهنتون محصلین شامل دي
نور یی ولوله | امیري په دوحه کې د افغان ښځو د کارموندنې او تعلیم په اړه خبرې وکړې
نور یی ولوله | څنګه په ځوانۍ کې بریالي شو
په مرکز کې زده کوونکو نجونو له اسلامي امارت وغوښتل چې په هیواد کې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانیزي
يوې زده کوونکې سميرا وويل: که ښوونځي او پوهنتونونه ورته پرانستل شي، نجونې کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دوی ته بايد اجازه ورکړل شي چې په کور کې د پاتې کېدو او د وخت ضايع کولو پر ځای د ځان لپاره يوه لاره غوره کړي او خپل راتلونکی وټاکي
يوې بلې زده کوونکې فاطمې وويل: موږ له هغوى څخه غواړو چې خپل ښوونځي بېرته پرانيزي، ترڅو هغه کسان چې ښوونځي ته لېواله دي، ښوونځي ته ولاړ شي او زده کړې وکړي
يو شمېر ښځينه زده کوونکي چې په دغه مرکز کې د ګنډلو زده کړې کوي وايي، د ښوونځيو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله له رواني فشار سره مخ دي
یوې زده کوونکې سهیلا وویل، کله چې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه وتړل شول، زیاتره ښځو ګنډلو ته مخه کړه
د اسما په نامه یوې بلې زده کوونکې وویل: د یو کس روحیه د کار کولو پر مهال پیاوړې کیږي. په کور کې مو د ستړیا او ناخوښۍ احساس کاوه، او د کار کولو لپاره هیڅ نه وو
په هرات کې د نجونو لپاره په څه باندې یو نیم کال کې د ګنډلو او نورو سوداګریزو زده کړو څو مرکزونه پرانیستل شوي دي
د نجونو لپاره د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو وروسته، ډېرو نجونو د لاسي صنایعو زده کړه پیل کړې ده