په هفته کې دوه ځلې د ماهي غوښه وخورئ او زړه مو پیاوړی کړی
په هفته کې دوه ځلې د ماهي غوښه وخورئ او زړه ته مو پیاوړی کړی غه کسان چې د زړه په ناروغیو یاهم د فلج له خطرونو سره مخ وي که چېرته په اوونۍ کې دوه ځلې د ماهي غوښه وخوري، نو د زړه د پیاوړتیا ترڅنګ د زړه د ناروغیو خطر نه مو ژغوري.
د دنیا له شپېتو مملکتونو په لکونو کسانو له څېړنو وروسته دې خبرې ته نور هم پیاوړتیا ور کړل شوه، که چېرته تېل لرونکي ماهیان په اوونۍ لږ تر لږه دوه ځلې وکارول شي، نو د زړه ناروغانو ته ډېر ګټور تمامېږي او له فلج څخه مخنیوی کوي.ماهي تر ډېره په صحت ښه اثر لري.او که یو وګړی ېې ډېر استعمال کړي نو ښای دا به مو د ډېرو ناروغیو نه وژغوري.
د ماهیانو په اړه ویل کېږي چې په تېل لرونکو ماهیانو کې د اومیګا تري فیټي اسید کچه ډېره وي او په همدې سبب د زړه ناروغیو او فلج ته ګټور ګڼل کېږي.باید یاده کړو چې په امیګا تري کولی هم دهمدی ماهیانو د غوړیو نه جوړیږي.او زیات شمېر خلک ېې د وینې د غوړو لپاره استعمالیږي.
په شمالي امریکا، چین، جاپان او اروپا کې د۱۹۲۰۰۰ کسانو د خوراکي توکو عادتونه څېړل شوي، چې ۵۲۰۰۰ کسانو د زړه ناروغي هم لرله، ویل کېږي چې په دې کسانو کې هغوی چې په اوونۍ کې یې دوه ځلې ماهیان خوړل زړه یې پیاوړی او قوی و او په دې ډول د فلج د ناروغیو خطر یې هم کمېږي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان کې ماهیان ډېر استفاده کیږي.که مونږ اوګورو نو په کوزه پښتونخوا بعنې پېښور او اږ نورو سیمو کې د ماخي استعمال بیا تر ټولو زیات کیږي.خو اکثره خلک ېې په دې ندي پوه چې اونی کې دا څومره ځلې استعمال شي او همدا لامل دی چې د دغه خلکو کې موثره ندي ثابت شوي.