په هند کې د بالیووډ سینما یو فلم د خلکو د غوصې راپارولو لامل شوی

اړوند مطالب:
په نیټفلیکس کې د ۲۰۲۳ کال ډېر کتل شوي هندي فلمونه
پر نټفلیکس د مازکر له ناول جوړ شوی سریال
د هند په ناګپور ایالت کې وروسته له هغه خلکو پر لاریونو لاس پورې کړ چې کله یو اکشن فلم «چهاوا» فلم نندارې ته وړاندې شو.
د ناګپور ښار په بېلابېلو برخو کې د دولت لخوا ګرځبندیز هم اعلان شوی دی. پولیسو ۵۱ کسان نیولي او نورو په اړه یې جنايي پلټنې پیل کړې دي.
په دې لاریونونو کې د تاوتریخوالي پر مهال ۳۴ پولیس افسران ټپیان شوي، څو کورونه او وسایط هم زیانمن شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د بالیووډ اکشن فلم «چهاوا» چې د مغل مسلمان پاچا او واکمن اورنګزیب پر وړاندې جنګېدونکي هندو جنګیالي سمباجي په اړه جوړ شوی، د اوسنیو لاریونونو او تاوتریخوالي لامل شوی دی.
د مهاراشټرا د قانون جوړونې په مجلس کې د مهاراشټرا وزیر اعلی دیویندرا فډناویس وویل: “چهاوا د خلکو غوسه د اورنګزیب پر وړاندې راپارولې ده. د فلم وروسته د خلکو احساسات بیا راپارېدلي دي. د اورنګزیب پر وړاندې غوسه په لویه کچه څرګندېږي چې دا کار سم نه دی او خلک باید د قانون پابند وي.”
د مهاراشټرا د مرستیال وزیر اعلی ایکنات شندې وویل چې متحده ایالاتو د اسامه بن لادن جسد ورک کړ، ځکه د هغه د مقبرې او ستاینې مخه یې ونیوله، نو موږ ولې باید د داسې چا قبر ته اجازه ورکړو چې دلته یې ظلمونه کړې دي. بل دا زموږ په تاریخ کې یو تور داغ دی.
د دوشنبې په ورځ د ویښوا هندویو پریشد (VHP) او بجرنګ دل سلګونو کارکوونکو د قبر د لرې کولو غوښتنه وکړه او د یاد واکمن د مجسمو د سوزولو هڅه یې وکړه.
وروسته په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې قرآن کریم ته سپکاوی شوی او د مذهبي محتوياتو لرونکي شیان سوځول شوي دي.
همدا لامل شوو چې د ښار په بېلابېلو برخو کې خلک په لاریونونو لاس پورې کړي او دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوړي.