نړیوال خبرونه

په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په تیر کال کې د غلې په حاصلاتو کې تر یو میلیون ټنه ډېر کموالی لیدل کېږي. د دې ادارې د تازه شمیرو له مخې په ۱۴۰۰ کال کې یوازې د غنمو حاصلات یو ملیون ټنه کم شوي.ذکله نه چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي ورځ تر بلې بې وزلي د ډیریدو په حال کې ده. ملګري ملتونه بیا خبرداری ورکوي چې ښايي د لوږې او فقر کچه تر دې هم لوړه شي. سربیره پر دې په افغانستان کې جګړې او اوږدې وچکالۍ د دې سبب شوي چې د کرنې سکتور له ستونزو سره مخامخ شي. په دې ترڅ کې د طالبانو حکومت وايي چې په هیواد کې د غلو دانو حاصلاتو د تیرو کلونو په نسبت ډیر کم شوي دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايې، ۱۴۰۰ لمریز کال کې ۴۱۶ زره ټنه وریجې تولید شوي دي. هغه زیاته کړه: «زموږ سروې ښيې چې ۱۴۰۰ کال کې په پورته ذکر شویو برخو کې ډېر کموالی راغلی. د هغو له جملې څخه د غنمو په حاصلاتو کې یو میلیون ټنه کموالی راغلی همدا راز د وریجو برخه کې ۲۲ زره ټنه کموالی راغلی، اوربشو کې ۶۲ زره او جوارو کې ۷ زره ټنه کموالی راغلی.»

د ملي احصایې او معلوماتو د ادارې مرستیال حسیب الله موحد په دې وروستیو کې له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي ول چې افغانستان د تیر کال په ترڅ کې شاوخوا ۵ میلیونه او ۱۸۵ زره ټڼه غنم تولید کړي وو. د هغه په خبره، د تیر کال په ترڅ کې هم افغانستان د غنمو نیږدې یو میلیون ټنو کمښت سره مخامخ وو.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت یې ستر لاملونه وچکالي او بزګرانو ته نه پاملرنه بولي. د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند مولوي مصباح الدین یو خبري اژرانس ته وویل چې په ځانګړي توګه للمې غنمو د تیرکال په ترڅ کې کم حاصلات ورکړي وو. هغه زیاته کړه «یو لامل خو یې وچکالي وه او بل د بزګرانو نه توجه او نه هڅونه وه. نو را روان کال که همداسې بارانونه دوام ولري لکه دا اوس نو موږ امید لرو هغه کوم غنم او محصولات چې تولیدات یې کم شوي ول بېرته پوره شي.»

نور یی ولوله | افغان سوداګر: بهر ته پيسې څرنګه صادری کړو؟

په همدې حال کې بزګران اندیښمن دي چې په افغانستان کې د اصلاح شویو تخمونو او سرې یا کوډ بیه لوړه شوې ده. د اجمل په نامه د غزني ولایت یو تن بزګر وایي چې کرنیز محصولات یې تیر کال کم و او د راتلونکي کال له پاره هم د تور او سپین کوډونو نرخ ګران شوی: «د پخوا په شان داسې خاص حاصلات نه شته ولې چې د اوبو سطح کمه شوې، کوډونه ګران دي. تور کوډ موږ تیر کال په شپږ زره اخیستل اوس ۱۳ زرو ته رسېدلی، سپین کوډ په ۳ زره و اوس یې په ۷ زره اخلو. همداسې قیمتي ده.»

بلخوا کارپوهان د کمو محصولاتو ترلاسه کولو ستر لامل، د کرنې لپاره دودیزې لارې غوره کول بولي او په دې باور دي چې ترڅو پورې چې د زراعت عصري کولو له پاره کار پیل نه شي، د محصولاتو اړتیا به ډېره او حاصلات به کم وي. د زراعتي چارو کارپوه سید شبیر احمد احمدیار دویچه وله ته وویل چې په لومړي سر کې د اوبو مدیریت کول په کار دي.

د زراعتي چارو کارپوه سید شبیر احمد احمدیار زیاته کړه: «زموږ د اوبو منابع باید مدیریت شي، د زراعت بڼه د مکانیزه کولو او عصري کولو لپاره باید کار وشي. زموږ زراعت اوس هم په سنتي ډول دی ځکه دودیز زراعت طبعاً د بزګرو له پاره خپل مشکلات لري او د دې لامل هم کېږي چې نارضایته او زړه توري شي.» په افغانستان کې د اټکلونو له مخې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي خو بیا هم د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې اوس هم دغلو دانو په برخه کې تر ډیره پورې د بهرنیو هېوادونو پر وارداتو ولاړ دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button