په وروسته پاتې هيوادونو کې د ديني ارجاعيت او ماډرنيزم تقابل
په ډېری وروسته پاتې هيوادونو کې د اسلامي او عصري علومو د زدکوونکو او مشرانو له خوا ټکر رامنځته کيږي چې د وروسته پاتې والي اصلي لامل ګڼل کيږي
د ډاکټر مبارک علي د «تاريخ سبقونه» په کتاب کې راغلي: “په اسلامي ټولنه کې چې ملایان د ښوونې او روزنې خادمان او متولیان وو که څه هم په خپل وخت کې دوی ته د ګڼو نورو امکاناتو تر څنګ مالي امکانات هم برابر شول چې مدرسې ودانې کړي او د وطن بچوڼي د علم په ګاڼه سمبال کړي، خو دوی له هماغه لومړیو د عقیدوي مضمونونو تدریس ته ودانګل او هغه مضامین یې له درسي نصابه لرې کړل چې تر ډیره یې سوالونه راولاړول او د انسان ذهن یې له رنګا رنګ پوښتنو سره مخ کاوه.”
په دې وروستیو کې بیا داسې راپورونه خپاره شوي چې په افغانستان کې حاکم نظام غواړي د پوهنتون په شمول د ښوونځیو په نصاب کې هم بدلون راولي او د لرې کړل شوو مضمونونو ځای چې اکثر یې تخصصي دي، عقیدوي کتابونو ته پرېږدي.
د کابل پوهنتون د زده کړیالانو په وینا چې د اوسني حکومت له واکمن کېدو را په دېخوا یې د پوهنتون په ګڼو مضمونونو کې بدلون راغلی او ځینی د ځینو نورو په ځای ورته تدریس شوي. طالبان بیا په دې اړه وایي چې د دې کار دلیل د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د هغه واټن له منځه وړل دي چې له مودو راهیسی د دوی دواړو تر منځ راغلی.
خو بل خوا بیا ګڼ نور د نظر خاوندان د دغه واټن د له منځه وړلو لپاره د مدرسې اړوند تدریس کېدونکو مضامینو بدلون او له اوسني وخت سره برابرول غواړي.
په دې وروستيو کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت خبر ورکړی چې په نوموړي وزارت کې يې د نصاب بدلون لپاره يوه صلاحيت لرونکې کميټه رامنځته کړې چې اوسني تدريس کېدونکي کتابونه هم وڅيړي او هغه چې د دوی په وينا زموږ له اسلامي اصولو سره خلاف دي، پر ځای يې نور مضمونونه پیشنهاد کړي.
دا چې د دې کميټې کارونه څومره مخته تللي، په اړه يې مالومات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.