افغانستان

په وزارتونو کې د ۸ دولتي اورګانونه مدغم کېدل

د طالبانو د امیر ملا هیبت الله اخوند په امر ۸ دولتي ارګانونه وزارتونو کې مدغم شوي دي

کارپوهان وايي چې هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړه ده، خو ددې ارګانونو په مدغم کېدو سره به دغه کچه نوره هم لوړه شي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ، د بېلابېلو ادارو اړوند ۳۵ زره مامورین بې کاره شوي دي.

تازه د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله ۸ دولتي ارګانونه په یو شمېر وزارتونو کې مدغم کړي.

هغه په دې اړه لیکلي:

۱- د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره مدغم شوې.

۲- د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.

۳- د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره مدغم شوې.

۴- د وسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره مدغم شوې.

نور ولولئ: د نړیوال بانک په مرسته راتلونکې میاشت د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار پیلېږي

نور ولولئ: نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي

۵- د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره مدغم شوي.

۶- د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نور له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره مدغم شوي.

۷- د حرفه يي زده‌کړو ادارې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مدغم شوي.

۸- د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې او د اولمپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست په نوم نومول شوې ده.

تشکیلاتي پړسوب

مجاهد زیاتوي، چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او تر یوه صلاحیت لاندې ادارو په کارونو کې د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره شوی دی.

د طالبانو ویاند ویلي، چې د دوی د مشر د فرمان له مخې، په وزارتونو کې د مدغم شویو ادارو کارکوونکي دې د اړتیا له مخې په هماغو بستونو کې وګومارل شي.

دا پرېکړه ځینو څارونکو ستایلې، خو ځینې نور باور لري چې د افغانستان دولتي جوړښتونه ستونزې لري، خو طالبان د دې ستونزو په اصلاح نه پوهیږي او هڅه کوي چې دولتي تشکیلات د خپلو پلویانو د ګومارلو لپاره ترسره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button