ټکنالوجي

په ټويټر اجتماعي رسنۍ کې کوم کسان ډېر تعقيبوونکي لري؟

ټويټر په ټولنيزو رسنيو کې د خبر رسونې تر ټولو معتبره رسنۍ بلل کيږي. موږ نن هغه کسان در پيژنو چې په نوموړې رسنۍ کې ډېر تعقيبوونکي لري

۱- ايلون ماسک:

ايلون ماسک د ټويټر نوی مشر او رييس دی چې په خپله رسنۍ کې تر ټولو نورو کاروونکو ډېر تعقيبوونکي لري. څه موده وړاندې د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما تر ده مخکې و خو اوس ايلون ماسک ترې مخکې شوی دی. ايلون ماسک د ۱۳۴٫۲ ميليونه تعقيبوونکو په لرلو سره تر ټولو ډېر تعقيبوونکي لري. په اوس وخت کې ايلون ماسک زياتره د خپلې رسنۍ په اړه مالوماتي ټويټونه کوي او ځينې وخت ټوکې هم ټويټ کوي.

۲- بارک اوباما:

د امريکا متحده ايالاتو ۴۴ م ولسمشر په ټويټر رسنۍ کې دويم کس دی چې تر ايلون ماسک وروسته ډېر تعقيبوونکي لري. تقريبا مياشت مخکې بارک اوباما تر ايلون ماسک هم مخکې و او د ريکارډ په کچه تعقيبوونکي يې لرل خو اوس په دويم ځای کې دی. بارک اوباما ۱۳۲٫۹ ميليونه تعقيبوونکي لري. اوباما تر ډېره علمي ټويټونه کوي.

۳- جوسټن بيبر:

جوسټن بيبر کاناډايي سندرغاړی دی چې د هنر په نړۍ کې خورا زيات شهرت لري. جوسټن بيبر اصل د کاناډا هېواد دی او اوس مهال ۲۹ کاله عمر لري. بيبر تر دې مهاله په ټويټر رسنۍ کې ۱۱۳٫۱ ميليون تعقيبوونکي لري او د ډېرو تعقيبوونکو په لېست کې دريم ځای لري.

۴- کېټي پيري:

کېټي پيري امريکايۍ سندرغاړې او سندره ليکونکې ده چې د خپل ښه غږ او پاپ‌ سندرو غږولو له امله ډېره مشهوره ده. کېټي پيري دا مهال ۳۸ کلنه ده چې کمپ شهزادګۍ لقب يې هم ګټلی دی. پيري په ټويټر کې اوسمهال ۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري چې د لېست په څلورم مقام کې ځای لري.

۵- ريحانه:

ريحانه د باربادوس جزيرې سندرغاړې، اداکاره او سوداګره ده. رابين ريحانه اوسمهال ۳۵ کاله عمر لري. ريحانه په ټويټر رسنۍ کې ۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري او په ډېر کم تفاوت له کېټي پيري سره د جدول په پنځم ځای کې ده.

۶- کرېسټن رونالډو:

کرېسټن رونالډو مشهور بريدګر فوټبالر دی چې اصل کې د پرتګال هېواد دی. رونالډو اوس مهال د خپل هیواد فوټبال ټيم تر څنګ په النصر عربي ټيم کې هم لوبيږي او په دواړو کې کپټان دی. رونالډو په ټويټر رسنۍ کې دا مهال د پيري او ريحانې نه لږ وروسته په شپږم ځای دی چې ۱۰۸٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري او ممکنه ده چې ډېر ژر د دغه لېست څلورم ځای ته راشي.

نور ولولئ: ایلان ماسک د ټویټر د مرغۍ شکل ابي لوګو د سپي شکل پر لوګو بدله کړه

۷ټايلور سويفټ:

۳۵ کلنه ټايلور سويفټ د امريکا مشهوره سندرغاړې ده چې په ټويټر رسنۍ کې د ۹۲٫۵ ميليونه تعقيبوونکي لري.

۸- نريندرا مودي:

د هندوستان لومړی وزير نريندرا مودي په ټويټر رسنۍ کې ۸۷٫۷ ميليونه تعقيبوونکي لري. چې په دې حساب اتم کس دی چې تر ټولو ډیر خلک یې پر ټویټر څاري.

۹- ډونالډ ټرمپ:

د امريکا ۴۵م ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټويټر رسنۍ کې ۸۷٫۲ ميليونه تعقيبوونکي لري. د يادونې وړ ده چې د ټرمپ ټويټر اکونټ ډېره موده بند و او که د محدويتونو سره نه وای مخ شوی اوس به د دغه لړۍ په دريم ځای کې وای.

۱۰- لډي ګګا:

امريکايۍ سندرغاړې لډي ګګا په ټويټر رسنۍ کې ۸۴٫۶ ميليونه تعقيبوونکي لري.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان له لوري تر ټولو ډېر تعقيبوونکي راشد خان لري چې ۱٫۷ ميليونه دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button