سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د “ترهګرو ډلو” پر ضد د بېړنيو ګامونو اخيستو غوښتنه وکړه

په پاکستان کې د امنيتي پېښو له زياتېدو سره هممهاله د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د “ترهګرو ډلو” په خلاف د بېړنيو او موثر اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په خپل اوونيز کنفرانس کې وويل، دوی “د افغانستان له چارواکو غواړي چې د ترهګرو ډلو مشران پاکستان ته وسپاري.”

د پاکستاني رسنيو د راپور پر بنسټ اغلې بلوڅ وويل، پاکستان له افغانستان څخه د “ترهګرۍ” د راولاړېدونکي ګواښ په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دیره اسماعیل خان بریدګر صفت الله مخکې له برید افغانستان ته سفر کړی و

طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تازه غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې په ځلونو د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې چې ګنې د پاکستاني طالبانو تحريک غړي يا مشران دې افغانستان کې وي رد کړې دي.

طالبان: “د اسلام اباد په غوښتنو به غور وکړو، خو هره پړه دې په مونږ نه اچوي”

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ:  پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

وړاندې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو، غوښتنه يې دا ده چې په پاکستان کې کېدونکې امنيتي پېښې دې په افغانستان پورې نه تړل کېږي.

د يادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ وروسته افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اړیکې ترينګلې شوې دي.

zohra۱
تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي

د پاکستان او طالبانو ترینګلي اړیکې

د اړيکو د ترينګلتيا يو مهم لامل پاکستاني طالبان بلل کېږي چې پاکستان ادعا کوي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت، ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې بې بنسټه بولي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې هم راغلي چې طالبان ټي ټي پي ته د مرستو کڅوړې ورکوي، خو طالبانو او ټي ټي پي دواړه دا راپور رد کړ.

په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت خرابېږي. شنونکي وايي چې دغه حالت د پاکستان د امنیتي دستګاه له واکه بهر دی او نه یې شي کنترولای.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button