سپورټ

په کابل کې د شرف الدین اشرف د واده مراسم روان دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ځوان الراونډر لوبغاړي شرف الدین اشرف د واده مراسم روان دي، هغه کال وړاندې کوژده کړې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د کابل په سولې رسټورانټ کې د ملي لوبغاړي شرف الدین اشرف د واده مراسم همدا اوس روان دي، چې یو شمېر ملي لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.

شرف الدین اشرف، چې ۲۷ کاله عمر لري، په ۱۹۹۵ کال د جنورۍ په لسمه زېږېدلی دی او خپل نړیوال لوبیز ژوند یې په ۲۰۱۴ کال زمبابوې پر وړاندې له لوبې پیل کړی دی.

نور یی ولوله | اسټرالیا، پاکستانۍ لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړه

نوموړي ټولټال ۱۹ یوه ورځنۍ او ۱۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې په ترتیب ۶۶ او ۳۰ منډې لري او ترڅنګ ۱۳ او ۵ ویکټې هم لري.

د یادونې وړ ده چې شرف الدین اشرف د کرکټ پخواني لوبغاړي میرویس اشرف وراره دی، نوموړي د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې کوژده کړې وه.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button