لوبې

اسټرالیا، پاکستانۍ لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړه

د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ د درېیو تاریخي ټیسټ لوبو د دویمې ټیسټ لوبې دریمه ورځ پای ته ورسېده، اسټرالیا د یو لوبغاړو په زیان ۴۸۹ منډې لري.

دغه لوبه چې د شنبې ورځ پیل شوه، د پاکستان په کوربتوب په کراچۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

اسټرالیا تر دویمې ورځې ۱۸۹ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړی یې وسوځېده، ۵۵۶ منډې یې وکړې او پاڼۍ یې ډیکلیر کړه. د دوی لخوا ډیویډ وارنر ۳۶، سټیو سمېت ۷۲، عثمان خواجه ۱۶۰، ایلکس کیري ۹۳ او ناتن لین ۳۸ زیاتې منډې وکړې.

نور یی ولوله | د بشري حقونو سازمان د افغانانو په سفر د طالبانو د بندیز لېرې کېدل غواړي

د پاکستان لخوا فهیم اشرف او ساجد خان ۲-۲، حسن علي، نعمان علي، شاهین افریدي او بابر اعظم ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

پاکستان د ۵۵۶ منډو په ځواب کې ۵۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۴۸ منډې یې وکړې او ۴۰۸ منډې باقي شو، چې بابر اعظم ۳۶ زیاتې منډې وکړې. د اسټرالیا لخوا میچل سټارک ۳، میچل سویپسن ۲، پیټ کمېنس، ناتن لین او کیمرون ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اسټرالیا بیا توپ وهنه پیل کړه، ۱۷ اورونه یې ولوبول، یو ویکټ یې له لاسه ورکړه او ۸۱ منډې یې جوړې کړي، چې عثمان خواجه ۳۵ او مارنس لبوشین ۳۷ ناسوځېدلي ولاړ دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button