ځایی

په کندهار کې اور لګېدنه؛ سوداګر وايي، میلیونونه افغان زیان یې اړولی

دا څووم ځل دی چې په کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته کېږي

له کندهاره راپورونه وايي چې په دغه ولایت کې اور لګېدنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ تاوان اړولی دی او له طالبانو یې غوښتي چې ددا ډول پېښو مخنیوی وکړي.

له کندهار څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دوشنبې په ورځ د کندهار ښار د عیدګاه جومات ترڅنګ اور ولګېد، چې شاوخوا د میلیونونو افغانیو مالي زیان یې اړولی دی.

په سوداګریزه سیمه کې د پېشې رامنځته کېدل

دغه پېښه د ښار په څلورمې امنیتي حوزې کې، چې سوداګریزه سیمه ده، رامنځته شوې ده. شاهدان وايي چې پېښه د اور لګېدو د اکثرو نورو پېښو په شان د بې پامۍ له کبله شوې، خو د اور لګېدو د دقیق علت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، په پېښه کې له ښه مرغه چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې شوي، خو د ځايي سوداګرو اندېښنې یې پارولې دي، ځکه چې د دوی دوکانونه او سوداګریز مالونه زیانمن شوي دي.

نور ولولئ: د پغمان په اورلګېدنه کې ۶تنه مړه او یو میلیون ډالره زیان اوښتي

نور ولولئ: په هرات کې د اورلګېدنې زیانونه

کندهار، چې د افغانستان په جنوب کې یو مهم فرهنګي او اقتصادي مرکز دی، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده کور هم ګڼل کېږي. هغه ډېر لږ په عام محضر کې څرګندیږي، خو باور کېږي چې په همدې ولایت کې اوسېږي.

پخوا اور لګېدنې

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې اور د خلکو مالونه لولپه کوي، بلکې له دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم اور لګېدنې په ښارونو کې مارکېټونه، دوکانونه او د کاروبار ډک ځایونه سوزولي دي.

پر کندهار سربېره د افغانستان په نورو ولایتونو په تیره بیا کابل، جلال اباد او مزارشریف کې په وروستیو کې د اور لګېدو څو لویې پېښې وشوې چې له کبله یې ډېر مالي تاوانونه وشول.

د کندهار د سپین بولدک پېښه، چې د میلیونونو ډالرو تاوان یې واړاوه، یوه تر ټولو لویه پېښه وه.

د کندهار د سپین بولدک له اورلګېدنې وروسته یوه طالب چارواکي هغه مهال وویل چې پاکستان یوه ډله ګومارلي تر څو په ځینو سیمو او ښارونو کې سوداګریزو مرکزونو ته اور ورته کړي. د نوموړي دغه پیغام د وټساپ و چې د ځینو رسنیو لاس ته ورغلی و.

خلک وايي چې د اور لګېدنې دغه ډول پېښې خامخا تر شا څه لري او یو څوک د پلان له مخې دغه کار مخکې وړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button