په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره د شعر او ترنم په شور ترسره شوه

د کندهار په تاریخي او فرهنګي فضا کې یو ځل بیا د شعر، ادب او ترنم مینهوال راټول شول او د انارګل دودیزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، لیکوالانو او ادبپالو په ګډون ترسره شوه.
د انارګل دودیزه مشاعره، چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې وه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ فرهنګیان، شاعران او د ادب مینهوال ورجلب کړي وو. د مشاعرې فضا د شعرونو، ترانو او ادبي ناستو په شور او احساس رنګینه شوې وه.

د انارګل دودیزه مشاعره؛ د ادب او فرهنګ د مینې انځور
په دغې ادبي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال مولوي سعدالدین سعید، لیکوال حافظ انس حقاني، د کندهار والي او ګڼو فرهنګي شخصیتونو ګډون کړی و.
ویناوالو په خپلو خبرو کې د شاعرانو او لیکوالانو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې ادب او شعر د ټولنې د فکري ویښتیا، یووالي او اخلاقي اصلاح لپاره اغېزمن ځواک ګڼل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر وویل، شاعران باید د خپل قلم او فکر له لارې د ټولنې د اصلاح، فکري بیدارۍ او انساني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

شاعرانو د شعرونو په ژبه د مینې او احساس پیغامونه وړاندې کړل
د مشاعرې پر مهال د هېواد نوموتو شاعرانو خپل تازه شعرونه او ادبي اثار ګډونوالو ته واورول. د شاعرانو ترنم او د شعرونو احساساتي بیتونه د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول او غونډې ته یې ځانګړې ادبي ښکلا ورکړه.
د مشاعرې ګډونوالو وویل، د انارګل دودیزه مشاعره یوازې یوه ادبي ناسته نه ده، بلکې د فرهنګي اړیکو، ادبي یووالي او د پښتو ادب د ودې یو مهم سمبول ګڼل کېږي.
سږ کال د دې مشاعرې یو ځانګړی نوښت هم دا و چې د شاعرانو د شعرونو او مهمو پیغامونو یوه ټولګه چاپ او ګډونوالو ته ووېشل شوه، څو ادبي اثار خوندي او راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

د کندهار فرهنګي فضا لا پیاوړې شوې
د فرهنګي چارو شنونکي باور لري چې د انارګل دودیزه مشاعره د هېواد له مهمو ادبي پروګرامونو څخه ده چې هر کال د شعر او ادب مینهوال سره راټولوي او د فرهنګي ژوند د پیاوړتیا سبب ګرځي.
دوی وایي، دا ډول ادبي غونډې نه یوازې د شاعرانو ترمنځ اړیکې ټینګوي، بلکې ځوان نسل هم ادب، مطالعې او فرهنګي فعالیتونو ته هڅوي.
د یادونې وړ ده چې د انارګل دودیزه مشاعره له کلونو راهیسې په کندهار کې ترسره کېږي او د پښتو ادب د مهمو فرهنګي دودونو له ډلې شمېرل کېږي.



