سیمه

په کوېټه کې چاودنې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژلي

اړوند خبرونه:

بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي

بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي

بېلتون غوښتونکو پوځیانو په کوېټه کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په کوټه کې یې لس پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې د چاودونکو موادو په برید کې وژلي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، جنګیالیو یې د کوټې په لمنه کې د ریموټ کنټرول په وسیله د پاکستاني ځواکونو د کاروان په لاره کې چاودېدونکي مواد وچاودول چې په نتیجه کې یې د دوی د دښمن یوه نقلیه وسیله په بشپړ ډول ویجاړه شوه او په هغې کې ټول لس تنه سپاره پوځیان ووژل شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وژل شویو پاکستاني پوځیانو نومونه هم اعلان کړي.

تر دې مخکې نن د کوټې د پولیسو یوه چارواکي د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button