ژوند

په ګرمۍ کې د شپې ارام خوب لپاره څو مشورې

په ګرمو هېوادونو کې ډیری خلک په دې فکر کې دي چې څنګه کولای شي د شپې ښه خوب وکړي

په دې اړه ځینې لارښوونې شته دي. نو راځئ چې په سخته ګرمۍ کې د شپې ارام خوب لپاره لس ګټورې مشورې ولولو.

د ورځې خوب مه کوئ

د تودوخې لوړه درجه کولی شي موږ د ورځې لخوا پر موږ خوب راولي. دا ځکه چې موږ د خپل بدن تودوخې برابرولو کې ډېره انرژي لګوو.

او که د شپې ګرمۍ مو خوب ګډوډ کړی وي، نو هڅه وکړئ چې د ورځې خوب ونه کړئ. په دې توګه کولی شئ د خوب دا نیمګړتیا د شپې لخوا پوره کړئ.

په ګرمۍ کې د ورځې خوب نه کول غوره دي، ځکه چې د شپې خوب سره به هېڅ ستونزه نه لرئ.

کاري ساعتونه

په ګرمه هوا کې ستاسو زړه غواړي چې خپل ورځني عادتونه بدل کړئ خو داسې مه کوئ ځکه چې دا کار ستاسو په خوب اغېز کوي.

د خپل ورځني عادت سره سم ویده کېږئ او هڅه وکړئ چې نور ورځني فعالیتونه له خپل ورځني مهالویش سره سم ترسره کړئ.

د خوب خونه مو سړه وساتئ

ټول هغه اړین کارونه وکړئ چې ستاسو د خوب خونه د شپې لخوا سړه وي.

د خوب د خونې ټولو کړکیو ته د ورځې پردې واچوئ چې د لمر وړانګې په مستقیم ډول خوني ته دننه نه شي.

همدارنګه لمر ته مخامخ ټولې کړکۍ وتړئ چې ګرمه هوا خونې ته دننه نه شي.

خو د شپې له ویده کېدو مخکې ټولې کړکۍ پرانیزئ چې تازه هوا خونې ته دننه شي.

بستر مو باید څنګه وي؟

د خوب بستر مو باید ارامه او نری یا سپک وي. هڅه وکړئ چې له کاټن یا پنبې ځان ته بستره جوړه کړئ.

په ګرم موسم کې د کوچنۍ باد پکې کارول کیدای شي هوښیاره پریکړه وي، په ځانګړې توګه کله چې هوا ګرمه او مرطوبه وي.

د باد پکې کارول کولی شي د بدن خولو په وچولو او تودوخې کنترولولو کې مرسته وکړي.

که تاسې باد پکه نه لرئ، هغه ځانګړي بوتل کې اوبه واچوئ چې یخې یې سات

بله لاره دا ده چې خپلې جرابې په یخچال کې کېږدئ او د خوب په وخت کې یې په پښو کړئ. د پښو یخ ساتل ستاسو د بدن او پوستکي تودوخې کمولو کې مرسته کوي.

اوبه ډېرې وڅښئ

د ورځې په اوږدو کې ډیرې اوبه وڅښئ، خو له ویده کېدو لږ مخکې ډېرې اوبه مه څښئ.

څښاک ته مو پام کوئ

دې ته هم باید پام وشي چې څه شی څښو. ځینې څښاکونه، لکه تور چای یا کافي، کفین لري او دا زموږ عصبي سیستم هڅوي چې خبو رانشي.

ارامه اوسئ

که تاسو ته خوب نه درځي، نو پاخېږئ او داسې یو څه وکړئ چې ذهن مو ارام کړي، د بېلګې په توګه کتاب ولولئ یا یو څه ولیکئ.

0 eJogAF8hcs2MAesj
ارامه اوسئ چې خوب مو پوره شي 

د شپې خوب پر وخت خپل ګرځنده تلیفون مه کاروئ یا ویډیويي لوبې مه کوئ. نیلي رنګه رڼا هم خوب تښتوي.

ګرمي څنګه ستاسو پر بدن اغېز کوي؟

د امکان تر حده ډیرې اوبه وڅښکئ چې د زیاتو خولو او تشناب ته د زیات تګ له کبله ستاسو د بدن کمې شوې اوبه بېرته پوره شي.

* لوړه درجه حرارت: دا د هغو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي چې د زړه یا تنفسي ستونزې لري.

دوی د پوستکي خارښت او سر درد نه کړېږي او زړه یې بدېږي.

* ستړیا: دا هغه وخت پېښیږي چې ستاسو بدن اوبه او مالګه ضایع کوي. ضعف، ستړیا او ځینې نورې نښې د دې حالت ښکارندويي کوي.

*جل وهنه: کله چې د بدن تودوخه تر ۴۰ درجو سانتي ګراد او یا هم لوړه شي، د جل وهنې خطر زیات وي.

د دې حالت نښې دا دي چې پوستکی وچ وي، خولې نه کوي او انسان کیدای شي بې هوښه شي.

په ماشومانو پام وکړئ

ماشومان معمولا د شپې ښه خوب کوي خو د کورنۍ د نورو غړو په مزاج یا ورځنیو کارونو کې هر ډول بدلون کولی شي په دوی ژور اغېز ولري.

تاسې باید د تودوخې یا ګرمۍ له کبله د خپل خوب کولو یا حمام کولو وخت یا معمول بدل نه کړئ.

د بریتانیا د عامې روغتیا ملي ادراه وايي، له ویده کېدو نیم ساعت مخکې په تړمو اوبو ولامبئ. پام مو وي چې اوبه ډېرې یخې نه وي ځکه بدن کې د وینې جریان چټکوي.

نور ولولئ: د ښه خوب کولو چل دروښیو؟

ماشومان نشي کولی تاسو ته ووایي چې د دوی ګرمي کېږي یا ساړه خو اړینه ده چې د دبدن حرارت معاینه شي.

ماشومان کولی شي د ۱۶ تر ۲۰ درجو سانتي ګرید کې ښه خوب وکړي.

موږ ته ۲۴ ساعتونو کې ۷ – ۸ ساعتو خوب اړین دی او له همدې کبله د ورځې کارونه ښه کولی شو.

دا ټولې مشورې د خوب څیړنیز کلنیک مشرپروفیسور کیون مورګان د سپارښتنو پراساس چمتو شوې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button