ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

په یوولس ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین پیل

طالبان وايي، د روغتیا وزارت یې په یوولسو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی

دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې ثبتېږي او دا پېښې د صفر تر کچې ټېټې شوي نه دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په وینا په کونړ، ننګرهار او لغمان کې دوه ورځې وړاندې یعنې د اکتوبر له ۲۱مې پیل شوی دی. په دغو ولایتونو کې د ګوزڼ د خپرېدو وېره پرتله ییز ډول ډېره ده، ځکه واکسینونه هم د نورو ولایتونو پرتله ډېر په کې کېږي. دا وروستیو کې د پولیو پېښې هم دغو ولایتونو کې ډېرې وې.

دا وکسین څومره ماشومانو ته تطبیق کېږي؟

د ښاغلي شرافت په وینا په دغه کمپاین کې به شپږ اعشاریه پنځه دېرش میلیونه ماشومان واکسین کړای شي.

په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال دا شمېر دوه پېښې و.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي دا کمپاین به د اکتوبر میاشتې تر شپږویشتمې نېټې په بغلان، غزني، کابل، کاپیسا، خوست، کونړ، کندز، لغمان، نورستان، پکتیا، پکتیکا، پروان او تخار ولایتونو کې روان وي.

نور ولولئ: د طالبانو حکومت روغتیایي مسوولین وايي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو ملاتړ اړین دی

افغانستان کې اوس هم ځینې کورنۍ خپل ماشومان د بېلابېلو لاملونو له کبله نه واکسینوي، چې دا د ماشوم د بدن دفاعي وړتیا کموي او په دې توګه په اسانۍ په پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ اخته کېدای شي.

دا هم ولولئ:  د انسان روغتیا ته د روژې نیولو ګټې

پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده

ګوزڼ عموما تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته هم د ماشومانو د ګوزڼ ځينې پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د ګوزڼ وېروس د مخنیوي لپاره د ټولنې له مشرانو او په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

نور ولولئ:  افغانستان ولې د پولیو واکسین ته اړتیا لري؟

ډاکټران وايي، په افغانستان کې د پولیو په اړه عامه پوهاوي ډېر اړین دی او د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله په ځینو سیمو کې خلک خپل ماشومان د پولیو پرضد نه واکسینوي.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې رامنځته کېږي.

پر دې سربېره د طالبانو په تېر شکلن جنګ کې په هغو سیمو کې د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکول کېده، چې د دوی تر نفوذ لاندې وې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button