سفر خبرونه

په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۴۶ چمتو شوي ښارګوټي

د طالبانو تر واک لاندې د ښارجوړونې وزارت په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته د ۴۶ چمتو شوو  ښارګوټو خبر ورکوي

د کور او ښار جوړولو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شیخ حمدالله نعماني وایي چې دغه وزارت د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره ۴۶ چمتو ښارګوټي لري او په څلور نورو ولایتونو (بامیان، پنجشېر، خوست او غزنی) کې هم ساحې مشخصې شوې او سروې یې روانه ده.

شیخ نعماني زیاته کړه چې دغه وزارت په تېر يوه کال کې د ښاري چارو په برخه کې ۵۷ پلانونه طرحه، ترتيب او منظور کړي دي چې له دې جملې د خوست او پُل علم ښارونو ماسټر پلانونه، د لښکرګاه، غزنی، میدان ښار او اسعد آباد ښارونو عادي پلانونه او همدا رنګه د لوړ شاولي‌کوټ او کوز شاولي‌کوټ، لوړ میوند او غورک ولسوالیو تفصیلي پلانونه پکې شامل دي.

د پنځو پروژو پیل

د نعماني په وینا، د هېواد په کچه د مسکن او ساختماني چارو په برخه کې پنځه پروژې پیل شوې چې له دې جملې ‏د کابل ښار په دارالامان ساحه کې د نیله‌باغ ښارګوټي د جوړولو په چارو کې ۲۵ سلنه پرمختګ شوی او پاتې چارې به یې په راتلونکو ۳۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

afghan 2024 08 06t082956.547
افغان کډوال

د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې، د ‏تېر کال په بهير کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار کې هم د ۲۰ زره کورنیو لپاره د استوګنې سروې ترسره شوې ده.

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ: الجزیره خبري شبکه: اسلام اباد به له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړي

نور ولولئ: جرمني، درېیم هېواد ته د کډوالو د استولو موضوع څېړي

شیخ حمدالله نعماني څرګنده کړه چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې راکمولو په موخه، په څلورو برخو (چهار آسیاب او خاکجبار ولسوالیو، استالف او ارغندۍ) کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو لپاره، ټرانسپورت وزارت ته د ځمکې پر انتقال، پلان، طرحې او ساختماني ډیزاین کار روان دی.

د ښاري سرغړونو تثبیت

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ‏په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه د ۳۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه شوې او له ۴۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه شوې ده.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د دغه وزارت د ښاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو په موخه، د ۵۶ ساحو د توپوګرافۍ سروې ترسره شوې؛ د ۳۱۵ ساحو سکېچ او کروکي شوې او د ۹۹ وانیزو پروژو براورد شوی دی.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته په زوره ستانه کړل شوي زرګونه افغانان د نورو ستونزو تر څنګ د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

دوی واکمن چارواکي په دې اړه بې تفاوته ګڼي او وایي ژمنې یې سمبولیکه او غیر عملي بڼه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button