Uncategorized

په ۳۹ کلنۍ کې د محمد نبي د غوره لوبې نړیوال ریکارډ

محمدنبي د نړۍ پنځم لوبغاړی دی چې له ۳۹ کلنۍ پورته عمر کې ‏د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو

محمد نبي هم د هغو کرېکټ لوبغاړو له ډلې دی چې له اوله یې د افغانستان په کرېکټ ملي لوبډله کې لوبېږي او په اکثره لوبو کې یې د پام وړ ونډه اخیستي او تر اوسه یې خپل مقام ساتلی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی او پخوانی ‏لوبډلمشر محمدنبي عیسی‌خېل د نړۍ هغو پنځو لوبغاړو په نوملړ کې راغی چې له ‏۳۹ کلنی پورته عمر کې د لوبلړۍ غوره لوبغاړی نومول شوی دی.‏

کرېکټ‌انفو چهارشنبه د لړم پر ۲۳مه په یوه راپور کې ویلي، نبي د درېیو یو ‏ورځنیو سیالیو په ترڅ کې د ښې ځلېدنې له امله د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول ‏شو.‏

د محمد نبي غوره توپوهنه

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې دغه تجربه لرونکي ستوري د بنګله‌دېش پر وړاندې ‏درېیو یو ورځنیو سیالیو کې غوره توپوهنه او توپ‌اچونه وکړه او لوبډلې په ‏اتلولۍ کې یې مهم رول ولوباوه.‏

نوموړي په درې‌واړو لوبو کې ټولټال ۱۳۵ منډې وکړې او دوه وېکټې یې ‏واخیستې.‏

نور ولولئ: الله محمد غضنفر د کرېکټ نوی الماس

نور ولولئ: افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه

په راپور کې راغلي چې عیسی‌خېل د ۲۰۲۴م له پیل راهیسې د ۱۱ یو ورځنیو ‏سیالیو په ترڅ کې یاد مقام ته رسېدلی دی.‏

دې سره خوا کې، ویو ریچارډز، مصباح‌الحق، عمران طاهر او کرېس ګېل ‏څلور هغه نور لوبغاړي چې له ۳۹ کلنۍ پورته عمرونو کې د ۵۰ اوره سیالیو د ‏لوبلړیو غوره لوبغاړي نومول شوي دي.‏

د محمد نبي یو ورځنۍ لوبې

محمدنبي اوس‌مهال ۳۹ کاله او ۳۱۷ ورځې عمر لري او تراوسه یې ټولټال ۱۶۷ ‏یو ورځنۍ لوبې کړې دي.‏

د افغانستان او نړیوال کرېکټ دغه ۳۹ کلن ستوری یوازینی افغان لوبغاړی دی ‏چې په لوړ عمر او د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې یې غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ‏ده.‏

محمد نبي د خپل پنځم ریکارډ په ساتلو سره لا هم نندارې ته د ښې لوبې د وړاندې کولو وړتیا لري او کولی شي چې په افغان لوبډله کې ښه ولوبېږي.

دغه کرېکټ ستوري او په پرېزېډېنټ مشهور لوبغاړي د نورو افغان کرېکټ لوبغاړو په روزنه او انتخاب کې هم مهم او د پام وړ رول لوبولی دی.

د یادونې ده چې محمدنبي عیسی‌خېل د راتلونکي د ۲۰۲۵م کال چمپینز ټرافي ‏سیالیو څخه وروسته له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره د تل لپاره خدای‌پاني کوي.‏

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button