پوتین: د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی کوو

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، د افغانستان د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو همکاریو هرکلی کوي
په کرملین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ترمنځ د «سترې هراړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ او مشارکت سند» په رسمي مراسمو کې لاسلیک شو.
دا سند به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او پرمختیايي اړیکې پیاوړې کړي او د اوږدمهالو سیمهییزو پروژو لپاره زمینه برابره کړي.
اړوند خبرونه:
د ای سي ای لخوا د طالبانو پرضد د پخوانیو افغان سیاستوالو د کارولو نوي هڅه
م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني
ذبیح الله مجاهد: پخواني سیاستوال د ای ایس ای په مرسته بیا واک ته نه شي راتللی
د دې سند په لسم بند کې راغلي دي:
«دواړه لوري د ملګرو ملتونو د پراختیا د دوامدارو موخو د سیمهییز مرکز د جوړېدو هرکلی کوي او دا یې د متقابلې ګټورو او دوامدارو سیمهییزو پراختیايي پروژو د ترویج لپاره یو ژمن پلاتفورم بولي.»
ولسمشر توقایف له دې وړاندې اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او شریکو هېوادونو په ملاتړ، د دوامدارې پراختیا سیمهییز مرکز په الماتي ښار کې پرانیستل شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، هم د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.
ولسمشر توقایف د سند د لاسلیک په مراسمو کې وویل:
«قزاقستان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی، د بشري مرستو، تعلیمي پروژو، سوداګرۍ پراختیا او د خوړو د امنیت د نوښتونو له لارې.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دې مرکز د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره یو مهم ګام وباله. هغه ټینګار وکړ چې روسیه به د هر هغه ګډ نوښت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه والي لامل شي.
قزاقستان — د افغانستان او منځنۍ آسیا د سیمهییز مرکز کوربه هېواد
د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز د دوامدارې پراختیا لپاره د قزاقستان په الماتي کې د منځنۍ آسیا او افغانستان د هوساینې، امنیت او پرمختګ د لوړولو په موخه جوړ شوی دی. دا مرکز به د پراختیايي او بشري مرستو د پروژو د همغږۍ، د کډوالو د ملاتړ، او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یوه ګډ پلاتفورم په توګه عمل وکړي.
د دغه مرکز جوړېدا د ملګرو ملتونو او شریکو هېوادونو د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې په سیمه کې د دوامدار پرمختګ، زدهکړې، د خوړو امنیت او اقتصادي ودې ته وده ورکول دي.
د روسیې او قزاقستان ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ جامع سند لاسلیک، د سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او د ګډو پروژو پر پراختیا ټینګار کوي او څرګندوي چې افغانستان د منځنۍ آسیا د ثبات او د راتلونکي پرمختګ په معادله کې یو بنسټیز او نهبېلېدونکی رول لري.



