سیاستسیمه

پوتین د افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته لوړپوړی پلاوی استولی

اړوند خبرونه: 

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: “له چین سره مو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”

المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره د روسیې د ملي امنیت شورا پلاوی کابل ته لېږلی، چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي، سرګي شویګو، دا موضوع د پنجشنبې په ورځ د مسکو د امنیتي ناستې په پای کې اعلان کړه. نوموړي وویل: «په دې وروستیو کې، د ولسمشر پوتین په لارښوونه د امنیت شورا یو پلاوی کابل ته واستول شو، څو له طالبانو سره د راتلونکو همکاریو پر میکانېزمونو خبرې وشي.»

شویګو څرګنده کړه چې د روسي پلاوي او د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ په لیدنو کې د ترانسپورتي دهلېزونو جوړولو، د کانونو د ګډې سپړنې، سوداګریزو تبادلو پراخولو او کرنیزو همکاریو په برخو کې بحث شوی دی.

په ورته وخت کې، د روسیې د دفاع د مدیریت مرکز د جوزا له ۶مې تر ۸مې د سیمې د امنیت پر سر یوه نړیواله ناسته جوړه کړه چې پکې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی هم، په بې‌ساري ډول، برخه‌وال و. دا د طالبانو لپاره یو مهم ډيپلوماټیک پرمختګ بلل کېږي، ځکه روسیه تر اوسه طالبانو ته رسمي مشروعیت نه دی ورکړی.

روسیه په تېرو میاشتو کې د افغانستان لپاره د یو شمېر ستراتیژیکو پروژو، لکه د ترانس افغان دهلېز، د بریښنا د انتقال او د کانونو د استخراج په برخو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده. همداراز، طالبانو هم د روسي شرکتونو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت او بډایه زیرمې، مسکو ته مهم دي او دا نوې اړیکې به دواړو لورو ته اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې ورسوي.

د سیمې د امنیتي معادلو په بدلېدونکي چاپېریال کې، دا لیدنې کولای شي افغانستان د نړیوالې انزوا د ماتولو لاره هواره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button