نړیوال خبرونه

پوټین د پنځم ځل لپاره لوړه وکړه

ښاغلي پوټین د پنځم ځل لپاره لوړه وکړه او لکه د مخکې په څېر به شپږ کاله بشپړ کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په کرېملین کې په شاندارو مراسمو کې د ولسمشر په توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره لوړه وکړه.

ښاغلی پوتین تېره مارچ میاشت کې، د روسیې د ولسمشر په توګه د یوې بلې دورې لپاره په لوی اکثریت سره وټاکل شو.

ولادیمیر پوتین د ولسمشر په توګه خپله پنځمه دوره د اوکرایین پر وړاندې جګړه کې – چې ده ځانګړي پوځي عملیات بللی- له ولس او پوځ د ملاتړ په پار په مننې پیل کړه:

“زه په ځانګړو پوځي عملیاتو کې له ګډون کوونکو مننه کوم، غواړم د ټولو هغو کسانو مننه وکړم چې زموږ د وطن لپاره جنګېږي. “د روسیې برخلیک به یوازې موږ ټاکو … موږ به دا سخت وخت تېر کړو او بریالي به شو.”

پوټین خپل خلک متحد وبلل

ښاغلي پوتین له لوړې وروسته د وزیرانو او لوړ رتبه چارواکو په حضور کې وویل: “موږ متحد او ستر خلک یو. موږ به په ګډه ټول خنډونه له منځه یوسو، موږ به خپل ټول پلانونه ترلاسه کړو او په ګډه به بریالي شو.”

3
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوټین د لوړې مراسم

نور ولولئ:  پر روسیه د اوکرایین ستر برید شنډ شوی

نور ولولئ:  روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

هغه لوېدیځ ته په خطاب کې وویل، روسیه چمتو ده د هر هغه چا لپاره چې وغواړي یو “ریښتینی” ملګری وي:

“مسکو له لویدیځو هېوادونو سره د همکارۍ لپاره له خبرو ډډه نه کوي… خو که دوی له موږ سره د همکارۍ د لارو چارو په لټه کې وي. ” موږ به وګورو چې ایا دوی د پرمختګ مخې نیولو لپاره خپلو کړنو ته دوام ورکوي او زموږ په هېواد فشار راوړي یا دوی له موږ سره د همکارۍ لارې لټوي.”

ډېرو امریکايي او اروپايي استازو ګډون نه و کړی

د ولادیمیر پوتین د لوړې په مراسمو کې د امریکا متحدو ایالتونو او د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو استازو ګډون نه وو کړی، خو د راپورونو له مخې فرانسې، هنګري، سلواکیا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د پرېکون په تړاو د اوکرایین له غوښتنې سره سره دې مراسمو ته خپل استازي استولي وو.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون وویل: “موږ له روسیې یا د روسیې له خلکو سره په جګړه کې نه یو او موږ په مسکو کې د رژیم بدلېدو ته لېواله نه یو.”

د ولادیمیر پوتین د لوړې لومړني مراسم د ۲۰۰۰ کال په مې میاشت کې ترسره شول. نوموړي هغه مهال ژمنه کړې وه چې “د ډیموکراسۍ ساتنه او پراختیا” او “د روسیې ساتنه” به کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button