لوبې خبرونه

پي ایس اېل کې شل پښتانه لوبغاړي وپېژنئ

د پاکستان د کورني کرېکټ سوداګریزو سیالیو یا پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو ته شپږ لوبډلو بېلا بېل پښتانه لوبغاړي غوره کړي دي. په دې لوبډلو کې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي کوټه ګلیدیئټرز نومې لوبدله کې اخیستل شوي دي.

د کوټې اوسېدونکی عبدالناصر، احمد شهزاد، محمد نواز، سهیل خان، انور علي او د کوز دیر نسیم شاه هغه پښتانه لوبغاړي دي چې دې سیالیو کې د کوټې لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

ورپسې تر ټولو زیات پښتانه لوبغاړي ملتان سلطانز نومې لوبډله کې اخیستل شوي.

نامتو لوبغاړی شاهد خان اپرېدي، جنید خان، محمد الیاس، عثمان قادر او د بنو خوشدل شاه په لومړي ځل ملتان سلطانز نومې لوبډلې ته غوره شوی دی.

په درېیم ځای کې زیات پښتانه لوبغاړي د کراچي کینګز نومې لوبډله کې اخیستل شوي چې شمېر یې څلور دی

.

پي ایس اېل کې شل پښتانه لوبغاړي وپېژنئ

د پاکستان سوپر لیګ لاهور قلندرز نومې لوبډلې هم درې پښتانه لوبغاړي، فخر زمان، عثمان شینواری او د خیبر ایجنسۍ شاهین شاه اپرېدی خپلې لوبډلې ته غوره کړي

خو جالبه دا ده چې د پېښور زلمي لوبډلې، چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره د پښتنو لوبډلې په نامه هم یادیږي، سږ کال یوازې دوه پښتانه لوبغاړي، عامر خان او محمد محسن خپله لوبډله کې اخیستي دي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې لوبیږي.

دا سیالۍ تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدلې او ځينې لوبې به یې په پاکستان کې کېدلې.

خو دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۰ م کال پنځم پړاو ټولې لوبې او ان پاېلوبه هم په پاکستان کې ترسره کېږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button